چارواکي: روسیې د اوکراین پر ښارونو او تاسیساتو پراخ هوايي بریدونه پیل کړي

اوکراین کې د جګړې لومړۍ کرښې یو انځور

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د اوکراین پر ښارونو او تاسیساتو پراخ هوايي بریدونه پیل کړي چې ورسره خلکو ته مرګژوبله اوښتې او د برښنا د پرچاوېدو سبب شوې.

د اوکراين په لوېديځ کې د لېوېف پر ښار د روسيې د بريدونو په زیاتېدو سره سیمه ییز والي ماکسيم کوزيتسکي وايي، لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د کوزیتسکي په وینا، وژل شوي دوه ښځې او دوه سړیان دي چې په یوه استوګن کور د راکټ د لګېدو له امله تر خاورو لاندې شوي.

هغه وویل ممکن نورو کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې وي.

اخوا د دنیپروپیترووسک والي سرهي لیسک هم په دې سیمه کې د یو تن د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د اوکراین د پلازمېنې کیف ښاروال ویتالي کلیتچکو د ټیلیګرام په شبکه کې لیکلي چې په دغه ښار کې برښنا پرچاو ده او د تودوخې سیسټم هم له کاره لوېدلی.

کلیکچو تایید کړې چې د روسیې د وروستیو بریدونو په نتیجه کې په سویاتوشین سیمه کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي.

په اوکراین کې سیمه ییزو چارواکو په اودیسا او خارکییف سیمو کې هم د روسیې د بریدونو راپور ورکړی چې د برښنا د قطع کیدو او د رېل پټلۍ زیربنا ته یې زیان رسولی دی.

په یوه انلاین بیان کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی چې روسیه به د ملکي وګړو د وژنې مسوول وي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

زیلینسکي ویلي، چې یوازې نیواکګر کولای شي په ولسي وګړو کې وحشت رامنځته کړي، خو هغوی د خپلو اعمالو له مسوولیته نه شي تښتېدلی.

د بریدونو د دوام په خاطر د اوکراین په تر ټولو لویې اټومي بټۍ چې کنټرول یې د روسانو سره دی مګر د اوکرایني تخنیکرانو تر نظر لاندې مخته وړل کېږي برښنا بنده شوې.

د نومبر له ۲۳ دا لومړی وار دی چې د زاپروژيا اټومي بټۍ له تولید لوېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافیل ګروسي د زاپوروژیا د اټومي بټۍ د بندېدو له امله د رامنځته شویو خطرونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې یوه ورځ به دا چانس له منځه ولاړ شي.

په همدې حال کې د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپله یوه ورځنۍ خبرپاڼه کې ویلي چې د اوکراین دفاعي ځواکونو په باخموت ښار کې د روسي ځواکونو له ۱۱۰ زیات بریدونه شنډ کړي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون وویل چې د جدي زیانونو سره سره ښايي روسي ځواکونه د باخموت د نیولو په درشل کې وي.

د پوځي کارپوهانو په اند، باخموت د روسیې لپاره لږ ستراتیژیک ارزښت لري، مګر په تېرو څو میاشتو کې د ډیرو ناکامیو سره سره، روسیه د خورا اړین سمبولیک بریالیتوب په لټه کې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار پرون وویل چې په باخموت کې د اوکراین اوږده مقاومت باید یو بریالیتوب وګڼل شي.