طالبانو د نيمروز سرحدي سيمه کې له ايراني ځواکونو سره نښته تاييد کړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د نيمروز ولايت موقعیت

په نیمروز کې د طالبانو ځایي چارواکي تاییدوي چې د دوی او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه کې د کنګ ولسوالۍ د مهاجر اباد سیمې یوه کور ته مالي زیان اوښتی دی.

نیمروز کې د طالبانو د والي ویاند مولوي ګل محمد قدرت ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښته وړمه ورځ هغه مهال شوې چې په خبره یې ایراني ځواکونو د دوی د سیوري یوې څپرۍ ته اور واچوه.

قدرت وایي، جګړې شل دقیقې دوام کړی چې چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی، خو زیاتوي چې پل ابریشم په سیمه کې یو کور تخریب شوی دی.

د ایران فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي، د پېښې د لامل په اړه پلټنې روانې دي.

د ایران او طالبانو پوله ساتي ځواکونه داسې مهال په جګړه سره اوښتي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ایران یو سوداګریز مرکز او نندارتون پرانيستل شو.

په نویمه لسیزه کې د طالبانو او ایران اړیکې په مزارشریف کې د څو ایراني دیپلوماتانو تر وژلو وروسته خړې پړې وې، خو اوس تهران له طالبانو سره د مثبت تعامل خبره کړې ده.