طالبانو په هرات کې د داعش د شپږو غړو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

په هرات کې د طالبانو سمه ییز چارواکي ادعا کوي چې د داعش شپږ غړي یې وژلي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قومانداني په وینا، تېره شپه د دوی ځواکونو د رباط کابلي ها په سیمه کې پر یوه کور علمیات وکړل چې په ترڅ کې یې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه ووژل شول او د طالبانو یو تن ټپي شو.

د طالبانو په وینا، دوی د دې عملیاتو پرمهال درې کلاشینکوفونه، پنځه تومانچې، یو دوربین او پنځلس موبایلونه ترلاسه کړي دي.