ښوونیز کال پيل ته نږدې والی؛ له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به پرانيستل شي؟

په کابل کې د زرغونې عالي لېسه

په داسې حال کې چې په افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د سړو سیمو د ولایتونو د ښوونيز کال پیل ته له شلو کمې ورځې پاتې دي، د یو شمېر ښوونځیو مسوولان وايي، لا تر اوسه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له خوا دوی ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه څه نه دي ویل شوي.

حسنا په کابل کې د اریانا ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده.

هغه چې خپلې راتلونکې ته اندېښمنه ده، وایي، ان د شپې خوب نه لري او په همدې فکر کې وي چې ښوونځی به څنګه شي؟

دې ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "ما چې لوستلي دي او اورېدلي دي علم په ټولو فرض دي نو موږ ولې له دې حق څخه بې برخې یوو. باید ښوونځي ژر تر ژره خلاص شي، دا څو کاله کېږي چې زموږ سرنوشت معلوم نه دی."

دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون د سړو سیمو د ولایتونو لپاره د نوي ښوونيز کال پیل ته له شلو کمې ورځې پاتې دي او د یو شمېر ښوونځیو مسوولان وايي چې لا تر اوسه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له خوا دوی ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل چې دا دی له یو نیم کال د زیاتې مودې له تېرېدو سره سره نه دي پرانیستل شوي.

کابل کې د یوه ښوونځي مدیره چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې واخیستل شي وایي، زده کوونکې ډېرې راځي او له دوی پوښتنې کوي چې ښوونځي به یې پیل شي که نه، خو په خبره یې دوی ورته تر اوسه کوم هیله بخښونکی خبر نه لري.

هغه وايي: "د خلکو اندېښنې بېخي ډېرې شوي. د ښوونځي زده کوونکي یوه، یا دوه ورځې وروسته راځي او د ښوونځي ادارې ته مراجعه کوي یا ټیلفون کوي، پوښتنه کوي چې ښوونځي کوم وخت پيلېږي، خو موږ ته له بد مرغه هېڅ کوم هدایت نه دی راکړل شوی، زموږ زده کوونکي ناهیلې بېرته ځي."

دا زیاتوي چې په عمومي ډول له شپږم ټولګي پورته ټولې زده کوونکې، خو په ځانګړي ډول د لسم، یوولسم او دولسم ټولګي زده کوونکې له دې امله ډېرې اندېښمنې دي او ان په خبره یې، رواني ناروغۍ ورته پیدا شوې دي.

د کابل منوچهري ښوونځي سرښوونکې پروین هم ورته خبره کوي وايي، تر اوسه دوی ته د نجونو د زده کړو د بیا پیل په اړه کوم مکتوب نه دی راغلی.

پروین ازادي راډيو ته وویل: "دا چې ښوونځي پیلېږي که نه، دا خو ټولو ته معلومه ده. د رسنیو له لارې ټوله ورځ اطلاعات خپرېږي. موږ ته پخوا یو مکتوب راغلی و چې معذرتي، مشروطي او هغه زده کوونکي چې له اووم تر دولسم لیاقت ازموینه ورکوي، د هغوی ازموینه دې د حوت له پنځلسمې واخيستل شي."

د ازادي راډيو خبريال هڅه وکړه په دې اړه چې ایا راروان ښوونیز کال کې به له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې پیل شي که نه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له مسوولانو سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه به له پوهنې وزارت نه د معلوماتو ترلاسه کولو ورسته خبرې وکړي، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې دا معلومات شریک نه کړل.

د طالبانو په کنترول کې د پوهنې وزارت

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت مخکې ویلي و چې په دې اړه به د دوی مشرتابه پرېکړه کوي او په دې برخه کې پر یوې کړنلاره کار کوي، خو د دې کړنلارې د جوړېدو او نه جوړېدو په اړه بیا چوپه خوله دي.

د یادونې ده چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو په دوام د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روانې کب میاشتې په ۱۵ مه به یوازې د هلکانو محصلانو پسرلني سمسترونه پیل شي.

تازه دوی د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه وزارت ویاند ضیا الله هاشمي مخکې ازادي راډيو ته ویلي و چې تر بلې خبرتیا پورې نجونې د دې امر په منلو مکلفې دي.

افغان زده کوونکي او محصلانې بیا د طالبانو د حکومت دا کار د ښځو د حقونو نقض او د اسلامي او شرعي اصولو خلاف عمل بولي، ځکه د دوی په خبره په اسلام کې د علم زده کړه په نر اوښځه دواړو فرض ګڼل شوې.