د اوبو کمښت ناورین؛ د کابل ځینې اوسېدونکي: هره ورځ په پیسو اوبه اخلو

ارشیف: په کابل کې د اوبو کمښت له کبله خلک په نوبت ولاړ دي څو د اوبو له یوه نل څخه خپل لوښي ډک کړي.

د کابل د لوېديځ يو شمېر اوسېدونکي وايې چې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي او اړ دي چې خپلې د اړتیا وړ ورځنۍ اوبه په پيسو واخلي.

د کابل ښار د ١٣مې ناحيې د ريګرېشن سيمې يو اوسېدونکی وايي، له اتو مياشتو راهيسې په دې سيمه کې اوبه نه لري او اړ دي چې په پیسو یې واخلي.

مهدي وویل: "نږدې اته میاشتې کېږي چې د د دیارلسمې ناحې ٢٤، ٢٣ او ٢٦مه ګذر د اوبو له کمښت سره مخ دي. موږ هره ورځ اوبه اخلو. حتی جوماتونه هم یوه بوشکه اوبه په يوه افغانۍ پلوري."

مهدي وايي، دوی د اوبو رسولو دولتي سیستم نه لري او یو خصوصي شرکت چې د پیسو په بدل کې به یې خلکو ته اوبه ورکولې، اوس اوبه نه وېشي.

نوموړي زیاته کړه، خلک د څاه ګانو د کيندلو وس نه لري او په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي چې له جوماتونو اوبه راوړي.

د دې سيمې يو بل اوسېدونکى محمد امان سلطاني وايي، هغه خلک چې د ورځنيو خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره پيسې نه لري، اوس باید اوبه اخلي.

سلطاني وویل: "خلک اوبو ته اړتیا لري ان که بوشکه په ۱۰ او ۲۰ افغانیو هم وي، خلک یې اخلي."

د کابل یو شمېر نور اوسېدونکي هم وایي چې دوی د اوبو دولتي نلونه نه لري او د شخصي شرکتونو د اوبو رسونې سیستم هم منظم نه وي، د ورځې په جریان کې یوازې څو ساعته اوبه لري.

ارشیف: د کابل یوه سیمه کې ماشومان خپلو کورونو ته اوبه وړي

د کابل اوسېدونکی قاسم وايي: "په هغه ساحه کې چې موږ ژوند کوو، د اوبو د کموالي له ستونزو سره مخ یوو. که څه هم هوا اوس سړه ده، خو ژمي کې هم مونږ په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴ ساعته اوبه لرو. که څه هم موږ دولتي اوبه نه لرو، خو مصرف یې ورکوو. اوبه نه لرو، موږ غواړو زموږ ستونزه هواره شي."

د کابل اوسېدونکې زهرا وايي: "د خلکو غوښتنه دوه شیه دي، اوبه او برښنا. که مالیات یا هم مصارف ټولېږي، باید پاملرنه ورته وشي. دولتي اوبه خو نه لرو، خصوصي اوبه هم د ورځې یو یا دوساعته وي. اوبه هم لکه برښنا غوندې قطع کېږي، راتګ یې هېڅ معلوم نه وي."

دا په داسې حال کې ده، چې پخوا د اوبو او انرژۍ وزارت او د اوبو رسونې ریاست، د اوبو د کموالي د ناورین د مدیریت لپاره له خلکو غوښتي وو چې په خپل سر د ژورو څاګانو له کیندلو ډډه وکړي.

د ازادي راډیو خبریال د کابل ښاریانو دا ستونزه د کابل زون د اوبو رسونې او کانالیزاسیون رییس شفیع الله ذاهدي سره شریکه کړه، خو نوموړي په ټیلفوني اړیکې کې وویل، رسنیو سره د خبرې کولو اجازه نه لري.

د اوبو د کموالي ستونزه اکثره وخت په ژمي کې ډېرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر جمهوري نظام د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت لپاره په خپل سر د ژورو څاګانو کیندل منع کړي وو او ښاریانو سره یې ژمنه کړې وه چې د اوبو رسولو دولتي سیستم به پراخوي.