کابل کې ماشومانو ته د سواد زده‌کړه

Your browser doesn’t support HTML5

د رضاکارانو یوه ډله په کابل کې ماشومانو ته د سواد زده کړه ورکوي. د کابل د ژمي په سړو ورځو کې لس کلن حميد له معلولیت سره سره هره ورځ د سواد په ټولګي کې ګډون کوي. د ده په څېر لسګونه نور ماشومان هم په دغه ښوونیز پروګرام کې برخه لري، چې په کابل کې د یو شمېر رضاکارانو له خوا جوړ شوی.