اوچا د بې وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لري

ارشیف: په غور کې له بې وزلو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سږ کال د څه باندې یوویشت میلیونه بې وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا نن د فبرورۍ په ۲۰مه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دغه کال کې به د کمو کرنیزو حاصلاتو له کبله اړمن کسان د اړتیا وړ توکو د اخیستو وس ونه لري.

د اوچا په باور د بې وزله افغانانو ورځنی عاید کم او برعکس د لومړنیو خوراکي موادو بیې لوړې دي.

اوچا داسې مهال یوځل بیا پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښيي چې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار له منعې کولو وروسته یو شمېر خیریه بنسټونو افغانستان کې د خیرښېګڼې چارې درولي دي.