افغانستان د شل اوریزو په لوبلړۍ کې ۲ـ۱ اماراتو ته ماتې ورکړه

د افغان لوبډلې توپ وهونکو یو وار بیا ښه پیل نه درلود، خو د ابراهیم ځدراڼ او کریم جنت نیمه سلیزو افغان لوبډلې ته بری ورکړ.

افغانستان د شل اوریزو په لوبلړۍ کې ۲ـ۱ عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه.

د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۴ وېکټو او ۵ توپونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

اماراتو په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ وېکټو په سوځېدو سره د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.

د دوی لپاره یو ځل بیا محمد وسیم او ارویند ښه توپوهنه وکړه، دواړو په ترتیب سره ۷۵ او ۵۹ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې لوبډلمشر راشدخان او ګلبدین نایب دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغان لوبډلې توپ وهونکو یو وار بیا ښه پیل نه درلود، خو د ابراهیم ځدراڼ او کریم جنت نیمه سلیزو افغان لوبډلې ته بری ورکړ.

ځدراڼ په ۵۱ توپونو ۶۰ او جنت په ۲۲ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په دې لوبه کې د افغانستان په استازولۍ ظاهرخان پکتین په لومړي ځل په شل اوریزو سیالیو کې ولوبید، خو یوازې ۱ اور یې ترسره کړ او ۱۴ منډې یې ورکړې.

کریم جنت د دې لوې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم افغانستان په ۵ وېکټو ګټلې وه، خو په دویمه لوبه کې بیا اماراتو په ۹ وېکټو افغانستان ته ماتې ورکړه.

راشدخان په بیا ځل لوبډلمشرۍ کې د لومړي ځل لپاره د شل اورونو لوبلړۍ وګټله.

د ویلو ده چې افغانستان ملي لوبډله به په راتلونکې مارچ میاشت کې له پاکستان سره یو وار بیا د شل اورونو لوبلړۍ لوبولو لپاره اماراتو ته سفر وکړي.