اوچا: افغانستان کې ۵۶ فیصده کورنۍ په زیانمن شویو پناه ځایونو کې ژوند کوي

ارشیف: په کابل کې د کډوالو یو کمپ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، ارزونې ښيي چې په افغانستان کې ۵۶ فیصده کورنۍ په هغو پناه ځایونو کې ژوند کوي چې یو څه زیانمن شوي.

دغې ادارې نن سهار په خپل ټویټر کې زیاته کړې چې ۱۸ فیصده نورې کورنۍ په هغو پناه ځایونو کې شپې ورځې سبا کوي چې د پام وړ تخریب شوي دي.

اوچا وايي، په افغانستان کې د روان ژمي پر مهال د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل او نورو خطرونو د مخنیوي لپاره پناه ځایونو، د سون توکو او جامو ته عاجله اړتیا لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي چې د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ ربع کې د ژمي اړوندو فعالیتونو د دوام لپاره ۳۰ میلیونو او یو لک ډالرو ته اړتیا ده.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلک شکایت لري چې د دوی په نامه راغلې مرستې په عادلانه ډول پر دوی نه وېشل کېږي.