راشدخان: د تېزو توپ اچونکو د خرابې توپ اچونې له امله مو لوبه وبایلله

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

افغان لوبډلمشر راشدخان عربي متحده اماراتو ته د دویمې شل اوریزې سیالۍ تر بایللو وروسته وویل چې د چټکو توپ اچونکو د غلطیو له امله یې لوبه وبایلله.

د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ په لوبغالي کې افغانستان ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه چې په دې سره یې لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي کړه.

خان زیاته کړه: "د اماراتو د توپ اچونکو په څېر زمونږ بالرانو باولېنګ ونه کړ، ځکه یې رانه یو طرفه لوبه وګټله. زما په نظر د منډو په مجموعه کې مونږ شل/پنځه ویشت منډې کمې کړې وې."

نوموړي وویل چې نننۍ ماتې یې ټولې لوبډلې ته یو ننګ دی څو د دې لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې هغه غلطۍ چې نن یې وکړې، تکرار نه کړي.

هغه یو وار بیا وویل چې دا لوبې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام د تیاریو لپاره دي او هڅه کوي چې په دې لوبو کې په خپلو کمزورو برخو کار وکړي.

راشدخان ډاډ څرګند کړ چې په وروستۍ لوبه کې به ټول لوبغاړي ډېره خواري کوي او خپلو مینه والو ته به یوه ښه لوبه وړاندې کړي.

افغان لوبډلې چې د لوبې پچه ګټلې وه په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

کوربه لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۱۹م اور په دویم توپ ترلاسه کړ.

د دې لوبډلې لپاره محمد وسیم په ۵۰ توپونو ۹۱ منډې وکړې چې ۷ شپږیزې او ۸ څلوریزې یې ووهلې.

د ویلو ده چې په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې اماراتو ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړې وه.