بلغاریا کې د مړو شویو افغانانو د مړینې په تړاو ۷ کسان نیول شوي

د بلغاریا امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ پلازمېنې صوفیا ته نږدې په دې لارۍ کې د اتلسو کسانو مړي وموندل چې افغانان وو او د ترکیې له لارې په ناقانونه توګه بلغاریا ته اوښتي وو.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په یوه لارۍ کې د اتلسو افغان پناه غوښتونکو د مړینې په تړاو اوه کسان نیولي دي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې صوفیا ته نږدې له یوې لارۍ د پناه غوښتونکو مړي وموندل شول پولیسو د دې پېښې په تړاو اوه کسان نیولي دي.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې درې تنه په صوفیا، درې تنه په برګاس، کابلشکوو او کارنوبت او په خپله د لارۍ چلوونکی د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د ازادي راډيو د بلغاریا څانګې راپور ورکړی پولیسو په داسې حال کې د صوفیا اړوند لوکورسکو کلي ته نږدې د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو مړي وموندل چې ساه یې بنده شوې وه.

د بلغاریا د لوی څارنوال مرستیال بوریسلاو سرافوف د پېښې په سیمه کې رسنیو ته جزییات ورکړل.

هغه وویل: "څو ورځې مخکې، د پناه غوښتونکو یوه ډله، چې شمېر یې ۵۲ تنه وو، په غیرقانوني توګه د زینې په مرسته د ترکیې-بلغاریا له پولې څخه اوښتي وو چې ظاهراً په اسانۍ یې دا کار کړی وو. له هغې وروسته، دوی څو ورځې د یامبول ښار شاوخوا تېر کړل او وروسته په دې لارۍ کې بار شوي وو. دوی تر دې ځایه راغلي دي، د ځینو ساه بنده شوې وه. موږ دمګړی د ۱۸ مړو او ۳۴ ژوندي پاتې مهاجرو په اړه چې د افغانستان اتباعو پلټنې کوو."

د بلغاریا یوه اوسېدونکي له لارۍ نه د خلکو چیغې اورېدلې وې چې مرسته یې غوښته او بیا یې پولیسو ته خبر ورکړی وو.

۳۴ کسان چې له دې لارۍ ژوندي ژغورل شوي په صوفیا کې تر درملنې لاندې دي.

د ځينو روغتیايي حالت نازک دی.

د بلغاریا پولیسو شاوخوا شل ساعته د پېښې نږدې سیمې کلابند کړې وې او ساحوي تحقیقات یې کول.

همداراز یې په ځينو هغو کمپونو کې هم پوښتنې او تحقیقات کول چې پناه غوښتونکي په کې مېشت دي.

د بلغاریا یوه اوسېدونکي له لارۍ نه د خلکو چیغې اورېدلې وې چې مرسته یې غوښته او بیا یې پولیسو ته خبر ورکړی وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بلغاریا کې د دغو افغانانو په مړینې باندې اندېښنه ښودلې وه او د پېښې د عاملانو سره د حساب کتاب غوښتنه یې کړې وه.

دغه وزارت شنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې په نړیوالو سازمانونو او کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه غږ کړی وو چې د انسانانو د قاچاقبرو مخه ونیسي او د دغسې تراژيکو پېښو عاملان عدالت ته ته راوکاږي.

طالبانو همداراز افغانان هڅولي چې د ناقانونه کډوالۍ له لارې دې خپل ژوند په خطر کې نه اچوي.

بلغاریا له ترکیې سره په خپله ۲۵۹ کیلومتره اوږده پوله باندې اغزن تار لګولی او په منظم ډول د سرحدي پولیسو ګزمې پرې روانې وي.

بلغاریا اروپا ته د رسېدو په خاطر د منځني ختیځ او افغانستان د ګڼو پناه غوښتونکو له خوا د یوې ټزانزیټي لارې په توګه کارول کېږي خو ډېر کم پناه غوښتونکي به وي چې له دې لارو روغ تر هدف رسېدلي وي.

د قاچاق وړونکو له وهل ډبولو، ان وژلو نیولې د پولیسو تر ناوړه چلند، سړې هوا او ټرافیکي پېښو پورې هغه څه دي چې د پناه غوښتونکو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کوي.

له دې ټولو خطرونو سره سره بیا هم ګڼ افغانان په تېرو کلونو کې اروپا ته د رسېدو په تکل د بلغاریا او ګڼو نورو عبوري هېوادونو خطرناکې لارې وهلې دي.

په وروستي څه باندې یو نیم کال کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي اروپا ته د افغانانو د کډوالېدو څپې بیا پيل شوي او د ورځې سلګونه افغانان د ترکیې له سرحدونو یا د اوبو یا هم د وچې له لارې په ناقانونه توګه خطرناکه مزل پیلوي.