افغانستان له اماراتو سره خپله دویمه شل اوریزه لوبه وبایلله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

افغانستان له متحده عربي اماراتو سره خپله دویمه شل اوریزه لوبه وبایلله.

لوبه د افغانستان په بېټینګ یا توپ وهنه پیل شوه او ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې په شلو اورونو کې سیالې ډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف ورکړ.

په افغان لوبغاړو کې نجیب الله ځدراڼ په ۲۹ بالونو ۳۷ ناسوځېدلې منډې او حضرت الله ځاځي په ۲۹ بالونو ۲۷ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لوبډله په نولسم اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدلو سره دې هدف ته ورسېدله.

افغانستان له متحده عربي اماراتو سره د درېیو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه ګټلې او وروستۍ لوبه یې سبا یکشنبې د ماښام په شپږنیمو بجو په پام کې ده.