د افغانستان کرکټ بورډ: د افغانستان او اماراتو د نننۍ سیالۍ کتل وړیا دي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د کرکټ مینه وال کولای شي نن د ابوظبۍ په زید لوبغالي کې نننۍ سیالي په وړیا ډول له نږدې وګوري.

نن ماښام د کابل پر وخت شپږنیمې بجې د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د کرکټ دویمه شل اوره سیالي کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو عمومي مسوول عبدالله خان پکتاني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "هیله ده افغان لوبډله په نننۍ لوبه کې هم ښه وځلېږي او دغه لوبه د افغانستان په نوم کړي. دا د افغان اتلانو لپاره خورا مهمې لوبې دي. ځکه دوی راروانه مارچ میاشتې د پاکستان په وړاندې هم لوبلړۍ لري."

افغانستان له متحده عرب اماراتو خپله لومړۍ سیالۍ تېره پنجشنبه ګټلې ده.

د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ درېیمه شل اوره سیالي سبا یکشنبه کېږي.

د کرکټ د شل اوره لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان لسم او متحده عرب امارت دیارلسم دی.