نن د افغانستان او اماراتو ترمنځ د کرکټ دویمه شل اوره سیالي ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

نن ماښام د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د کرکټ دویمه شل اوره سیالي کېږي.

دغه سیالي به د کابل پر وخت د ماښام شپږنیمې بجې د ابوظبۍ د کرکټ په میدان کې وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو عمومي مسوول عبدالله خان پکتاني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "هیله ده افغان لوبډله په نننۍ لوبه کې هم ښه وځلېږي او دغه لوبه د افغانستان په نوم کړي. دا د افغان اتلانو لپاره خورا مهمې لوبې دي. ځکه دوی راروانه مارچ میاشتې د پاکستان په وړاندې هم لوبلړۍ لري."

افغانستان له متحده عرب اماراتو خپله لومړۍ سیالۍ تېره پنجشنبه وګټله.

د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ درېیمه شل اوره سیالي سبا یکشنبه کېږي.

د کرکټ د شل اوره مسابقو په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان لسم او متحده عرب امارت دیارلسم دی.