کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د افغانستان اتلس کسیزه لوبډله اعلان شوه

له اماراتو سره د لوبلړۍ لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ د عربي متحده اماراتو پر وړاندې درې شل اوریزو سیالیو ته اتلس کسیزه لوبډله وټاکله.

کرکټ بورډ ادارې نن د فبرورۍ ۱۵مه پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې په اماراتو کې تر لس ورځني تمریناتي کمپ وروسته د لوبغاړو غوراوي کمېټې د لوبو لپاره غوره اتلس لوبغاړي وټاکل.

ټاکل شوې چې افغانستان او عربي متحده امارات به سبا د فبرورۍ ۱۶مه د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې لومړۍ لوبه په ابوظبۍلوبغالي کې ترسره کړي او دوه نورې سیالۍ به هم په دې لوبغالي کې د روانې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي.

کرکټ بورډ لیکي: "په دې ۱۸-کسیز نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، کریم جنت، شرف الدین اشرف، نوین الحق، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نور احمد او ظاهر خان شامل دي."

یادې ادارې تېره ورځ ویلي و چې عبدالرحمن رحماني د پښې د ټپ له امله له دې لوبلړۍ بهر شوی دی.

دغه راز کرکټ بورډ د جنورۍ په ۲۹مه نېټه دې سیالیو ته د ځینو ځوانو لوبغاړو په ګډون ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه.

په هغه لوبډله کې بلال سمیع، ننګیالی خروټی او صدیق اتل په لومړي ځل ملي لوبډلې ته غوره شوي وو، خو د کرېکټ بورډ یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو ورځو کې د دې لوبغاړو ویزې وشوې، خو اماراتو ته ونه لېږل شول.

همدارنګه محمدنبي، دروېش رسولي او عثمان غني له پیله په لوبډله کې نه وو غوره شوي.

د شل اورونو په دې لوبډله کې رحمت شاه هم د لومړي ځل لپاره غوره شوی دی.

کرکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف له قوله لیکلي : "مونږ هېڅ لوبډلې ته په کمه سترګه نه ګورو او تل مو هڅه کړې ده چې د ټولو سیالیو لپاره افغان لوبډله په بشپړه توګه تیاره کړو. متحده عربي امارات پیاوړې ملي لوبډله لري او په دې وروستیو کې یې خورا ښې لوبې کړې دي، خو زه باوري یم چې افغان لوبغاړي به په یادو سیالیو کې ښه ځلېږي او د تل په څېر به هېواد ته ویاړونه راوړي."

د ویلو ده چې عربي متحده اماراتو هم تېره ورځ دې سیالیو ته ۱۶کسیزه لوبډله اعلان کړه.