افغانستان کې د ځان وژنې د پېښو زیاتوالی؛ اروا پوهان ځان وژنه د حل لار نه بولي

ارشیف

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې رڼا فضلي وايي، پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د حکومت محدودیتونو له کبله ځان سوځونې ته اړ شوې ده.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ځان وژنو راپورونه په ډېرېدو دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې رڼا فضلي وايي، پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د حکومت محدودیتونو له کبله ځان سوځونې ته اړ شوې ده.

اغلې فضلي زیاتوي: "دومره محدویت ولګېده چې د تعلیم دروازه بنده شوه، له کور نه د وتلو دروازه بنده شوه، بلاخره په هر ضرورت بندېز ولګېده، د نجونو مورال یې دومره کمزوری کړی چې نور یې ځان وژنې ته مخه کړه. انسان به څومره خپل مورال وساتي، له هرې ورځې مرګ نه یوه ورځ مرګ ښه دی."

یوازې تېرو شاوخوا دوه اوونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې له پنځو زیاتو کسانو ځان وژنه کړې چې ډېری یې ښځې او نجونې دي.

تازه تېره شپه هم په بادغیس کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

ارشیف

که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزات وايي، د تېر په پرتله دا پېښې راکمې شوي، خو د روانې لمریزې میاشتې په ۱۲مه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې تېر یو کال کې یې د ځان وژنې له ۳۶۰ زیاتې پېښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي رادیو ته ویلي: "طبعي خبره ده چې د ځان وژنې پېښې به منځته راځي، خو د پخوا په پرتله باندې دغه پېښې ډېرې ټیټې شوي دي، یعنې که یې پرتله کړو بېخي په نشت حساب دي."

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د سې شنبې په ورځ په بادغیس ولایت کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ ځان وژلی دی.

خو د دې ځان وژنې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ د دوشنبې په ورځ د کندهار په ارغنداب کې یو ځوان هم ځان وژنه کړې وه.

د ازادي راډیو د راپور له مخې په تېرو څو میاشتو کې په هلمند ولایت کې د ځان وژنې درې پېښې شوې دي، دغه شان په فاریاب او بلخ کې هم د سیمه ییزو رسنیو له خوا د ځان وژنو د پئښو راپورونه خپاره شوي چې ډېری په کې نجونې او ښځې دي.

خو اروا پوهان وايي، ځان وژنه د ستونزو د حل لار نه ده او باید د هواري په برخه کې یې هڅې وشي.

په یوه خصوصي پوهنتون کې د اروا پوهنې استاد مصطفی عمرخېل ازادي راډیو ته وویل: "موږ پوهېږو چې په ژوند کې ستونزې شته، په ژوند کې کړاوونه شته. کله چې د ځان وژنې منفي فکر د تاسو ذهن ته راځي یو ځل دې ته پام وکړي چې د تاسو کورنۍ به په دې کار سره څومره وځورېږي؟ کورنۍ او ټولنه له تاسو څخه ډېرې هیلې لري. د زده کړې او کار په برخه کې تلاش وکړئ. دا په ځان ومنئ چې هر څه حل کېږي."

د یادونې ده چې په تېر جمهوري نظام کې هم د ځان وژنې په ځانګړې ډول د ښځو د ځان وژنې پېښې رامنځته کېدې او لاملونه یې کورني تاوتریخوالي، جبري ودونه، بېوزلي او رواني ناروغۍ ښودل کېدې.

خو هغه مهال وې داسې ادارې لکه د ښځو چارو وزارت او د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې په دې اړه یې ارقام هم وړاندې کول او د زیاتېدو د مخنیوي لپاره یې له هر ممکنې لارې اقدامات ترسره کېدل.