د افغانستان کرکټ بورډ د توپ وهنې او توپ اچونې برخو کې روزونکي وټاکل

د عکس ښي لور ته عمران فرحت او چپ لور ته رانا نویدالحسن

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دوه پخواني لوبغاړي عمران فرحت او رانا نویدالحسن د لوړو کارکردګیو مرکز د توپ وهنې او توپ اچونې د روزونکو په توګه ګومارلي دي.

کرکټ بورډ ادارې پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې له دې وروسته به نوموړي روزونکي په یاد مرکز کې د افغان لوبغاړو پر وړتیاوو کار کوي.

دغه اداره لیکلي: "د افغانستان کرکټ بورډ د لوړو کارکردګیو مرکز په دې وروستیو کې د ادارې د مشرتابه په سپارښتنه رامنځته شوی چې په کې به د افغان لوبغاړو پر غوره توپ اچونه، توپ وهنه، فزیکي تکړښت او پیاوړتیا او نورو اړوند برخو کار کېږي."

څلوېښت کلن عمران فرحت د پاکستان په ملي لوبډله کې پيلیز کیڼ لاسی توپ وهونکی و چې په ۲۰۰۱ کال کې یې نړیوال کرکټ پیل کړی و او په وروستي ځل په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د پاکستان لپاره ولوبېده.

فرحت د ۴۰ ټېسټ، ۵۸ یو ورځنیو او ۷ نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبولو تجربه لري چې په ټېسټ سیالیو کې یې ۳ او په یو ورځنیو سیالیو کې یې یوه سلیزه وهلې ده.

هغه په ۲۳۰ فرسټ کلاس او ۲۲۲ لېست ای کې تر ۲۲ زرو زیاتې منډې لري او ۵۳ سلیزې یې وهلي دي.

افغان کرکټ بورډ وايي چې نوموړي د کرکټ له نړیوالې شورا د درېیمې درجې روزنې سند ترلاسه کړی او له تېرو شپږو کلونو راهیسې یې په پاکستان کې له بېلابېلو لوبډلو سره د روزونکي دنده ترسره کړې ده.

دغه راز رانا نوید الحسن د خپل وخت چټک توپ اچونکی و هغه په لومړي ځل په ۲۰۰۳ کال کې نړیوال کرکټ پیل کړ او د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې ولوبېد.

نوموړي په ۹ ټېسټ، ۷۴ یو ورځنیو او ۴ شل اوریزو سیالیو کې د پاکستان استازولي کړې ده.

همدارنګه هغه په ۱۵۶ فرسټ کلاس، ۱۹۷ لېست ای او ۱۲۶ سوداګریزو او کورنیو شل اوریزو سیالیو کې ۱۰۹۵ ویکټې اخیستې ده.

نویدالحسن د دوه کلونو لپاره د عربي متحده اماراتو لوبډلې د مشر روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

افغان کرکټ بورډ غه راز وايي چې د لوړو وړتیاوو او درملنې مرکزونو لپاره ځينې نور مشهور مسلکي کسان هم ګوماري.

د ویلو ده چې افغان کرکټ بورډ میاشت وړاندې د دې ادارې دننه د لوړو وړتیاوو او درملنې د مرکزونو د عصري جوړونې خبر ورکړ او ويلي وو چې تر دې بعد به د ملي لوبغاړو په ټولو فزیکي او لوبیزو وړتیاوو په همدې مرکزونو کې کار کېږي.