د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره دوه پاکستاني روزونکي وګومارل


ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي د تمریناتو پر مهال
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي د تمریناتو پر مهال

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کپټان یونس خان‌یې د خپلې لوبډلې د بېټنګ روزونکی ګومارلی دی.

یونس خان به په متحده عربي اماراتو کې له افغان ټیم سره د بېټنګ په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ همداراز د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی عمرګل د باولېنګ روزونکی ګومارلی دی.

ټاکل شوې ده چې یونس او عمرګل په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د روزنې په کمپ کې یوځای شي.

XS
SM
MD
LG