د راډيو نړيواله ورځ؛ افغانستان کې څو راډيوګانو فعاليتونه درولي دي؟

ارشيف

نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده.

په نړۍ کې راډیو خپل ډېر اورېدونکي له نورو رسنیو لکه ټلوېزیون او انټرنټ سره ویشلي دي چې، د غږ ترڅنګ تصویر هم لري خو په افغانستان کې بیا ډېرې راډیوګانې د اقتصادي ستونزو یا د واکمنو شرایطو له کبله بندې شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته شاوخوا څلوېښت سلنه راډیوګانو فعالیت درولی دی.

د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې په افغانستان کې تر ۳۰۰ ډېرو راډیوګانو خپرونې کولې.

دا خبره د رسنیو د ملاتړ د مؤسسو د فدراسیون د مشرتابه پلاوي غړي او په افغانستان کې د (سفما) یا د جنوبي اسیا د خبریالانو د ټولنې مسوول ضیا بومیا له عصمت څاروان سره په دې مرکه کې وکړه.

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ضياء بوميا مرکه