د کندز کروندګر: د سبزيجاتو د ساتنې لپاره دې راته سړې خونې جوړې شي

کندز کې د ګازرو حاصلات

د کندز یو شمېر ګروندګر د سبزیجاتو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي، خو له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د معياري سړې خونې دې ورته جوړې کړي.

د یو شمېر ګروندګرو د معلوماتو له‌مخې، په ژمني حاصلاتو کې، تازه پیاز، پالک، ګازرې، شغلم، ګلپي، کاهو، کرم، سپینې او سرې مُلۍ شامل دي.

څلوېښت کلن نورمحمد د کندز ښار اړوند د الچین په سیمه کې يې پر پنځه جریبه ځمکه ګازرې، شغلم، پیاز او پالک کرلې.

هغه وايي: "سږ کال د ګازرو حاصلات ښه دي. اوس موږ یو من ګازرې په ۵۰ افغانۍ خرڅو. دولت باید د ګروندګرو د سبزیجاتو او مېوه جاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي. ترڅو موږ خپل محصولات تر ډېر وخت پورې وساتو او په ښه قیمت یې وپلورو."

د الچین سیمه د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د شیرخان بندر ترانزیټي او سوداګریزه لاره هم پر همدې سیمه تېره شوې.

د کندز کروندګر د سبزيجاتو حاصلاتو لپاره د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي

دلته ګڼ شمېر ګروندګر په خپلو ګروندو کې د ګازرو، شلغمو او شنو پیازو په راټولو بوخت دي.

له دوی څخه پنځوس کلن نجم الدین ازادي راډيو ته وويل: "د سبزیجاتو د پلورلو له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوو. دولت باید له موږ سره د کیمیاوي سرې، د تخنیکي وسایلو او تخمونو په برخه کې مرسته وکړي. تراکتور د یو ساعت قولبې په بدل کې ۱۴۰۰ افغانۍ اخلي او ترڅنګ د کیمیاوي سرې نرخ هم لوړ شوی. که حاصلات څومره زیات هم شي، خو زموږ کړی لګښت نه پوره کوي."

"ګازرې ډېره ښه سبزې ده، د انسان روغتیا ته هم ډېره ګټه رسوي

ذبیح الله چې د کندز ښار د عرضبیګي جومات ته څېرمه د ګازرو جوس او مربا پلورې وايي، سږ کال د ګازرو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دي.

نوموړی وايي: "ګازرې ډېره ښه سبزې ده، د انسان روغتیا ته هم ډېره ګټه رسوي. موږ دلته د ګازرو جوس او مربا جوړوو ځکه خلک د ګازرو جوس ډېر خوښوي. له ګازرو څخه خلک په قابلي پلو، ښوروا، سوپ او په نورو خوړو کې ګټه اخلي، ځکه ګازرې له ګټورو سبزیجاتو څخه ده."

د کندز د ګازرو حاصلات

د کندز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو مختصص عبدالبصیر فقیري ازادي راډیو ته وویل، سږ کال په دې ولایت کې کابو پر ۳۰۰ هکتاره ځمکه سبزیجات کرل شوي وو او له هغه ۹ زره او ۷۵ ټنه حاصلات لاسته راغلي.

نوموړي وويل: "په کندز ولایت کې بېلابېل سبزیجات په ځانګړې ډول ګازرې ډېرې زیاتې کرل کېږي. له دې ولایت څخه ګازرې او نور سبزیجات د هېواد پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي. ګازرې له ګټور سبزیجاتو څخه دي، چې د انسان سترګو او ټول وجود ته ډېره ګټه رسوي."

کندز په شمال ختيځ زون کې د افغانستان یو مهم کرنیز ولایت ګڼل کېږي.

د معلوماتو له‌مخې د دې ولایت ۸۰ سلنه وګړي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له همدې درکه د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.