همدرد: د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنې پرځای دي

ارشیف: په کابل کې د طالبانو وسله وال غړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وایي، په افغانستان کې روان وضعیت هم د افغانانو لپاره ناوړه دی او هم یې سیمې او ګاوڼډیو هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړي دي.

نیکلاسن وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو حقونه په سیستماتیک ډول نقض کېږي او په دوامداره توګه د ښځو د تعلیم د مخنیوي او فعالیت د محدودولو لپاره تازه فرمانونه صادرېږي.

د ازادي راډیو خبریال مرسلین ارسلا پر همدې موضوع د نړیوالو اړیکو له شنونکي شفیق همدرد سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې د هغو امنیتي اندېښنو په اړه پوښتلي چې اروپایي ټولنه او د سیمې هېوادونه یې د افغانستان په اړه لري.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

همدرد سره مرکه