په افغانستان کې د ورښتونو اټکل؛ ځینې بېوزله افغانان د مرستو غوښته کوي

ارشیف: د افغانستان په مرکزي سیمه چې په واورې پوښل شوې ده.

په افغانستان کې د سړې هوا نوې څپه پیل شوې او اټکل کېږي چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د افغانستان په شمالي، مرکزي او ختیځو سیمو کې ډېر ورښتونه وشي.

د ژمي په پيل کې سړې هوا په افغانستان کې د لسګونو کسانو ژوند واخیست، په لسګونو کورونه یې ونړول او په لسګونو زره څاروي یې تلف کړل.

د هوا پېژندنې د ځینو نړیوالو ادارو له اټکلونو سره سم د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې راتلونکې دوې اونۍ تر شپېته ملي مترو پورې، په مرکزي سیمو کې تر پنځوس ملي مترو او په ختیځ او جنوب ختیځ کې تر اویا ملي مترو پورې د ورښتونو امکان شته.

دا وړاندوینه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې نن به په کابل کې هوا د سانتي ګرید تر منفي لسو پورې ټیټه شي او سبا به تر منفي یولسو پورې ورسېږي.

د دې اټکل له مخې په سړو سیمو کې لکه په سالنګ کې هوا نن تر منفي یوویشتو پورې رسېږي او په بامیان کې تر منفي اتلسو پورې اټکل شوې ده.

د ورښتونو له امله د جمعې تر سهاره د بدخشان د لسو ولسوالیو لارې له مرکز فیض اباد سره قطع وې او په دې ولایت کې د طالبانو چارواکي د سړې هوا او ورښتونو له امله د درېیو کسانو د مړینې او درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ژمي مخکېنۍ سړه څپه د جنوري له پیل سره شروع شوې وه او خلکو د مرستو غوښتنه کوله.

د ژمي مخکېنۍ سړه څپه د جنوري له پیل سره شروع شوې وه چې د درېیو اونیو په ترڅ کې د راپورونو له مخې تر څه باندې یوسل اویا کسانو ژوند له لاسه ورکړ او په لسګونو زره څاروي تلف شول.

بېوزله افغانان مرستو ته اړتیا لري.

د شازیې په نوم د لغمان یوه اوسېدونکې د سړې هوا له امله د خپل تریخ ژوند کیسه کوي او د سون د موادو غوښتنه کوي.

هغه وايي: "دوې میاشتې مخکې مې د یخ له لاسه دوه ماشومان مړه شول، بخارۍ نه لرو، تنور ته اور اچوو او یوه بړستن لرو چې ماشومان دلته ترې چاپېره وي."

د دې مېرمنې په څېر د افغانستان په مختلفو سیمو کې خلک د سون توکو غوښتنه کوي.

د غزني یوه اوسېدونکي بیا ازادي راډیو ته په خپل پیغام کې د دوا غوښتنه هم وکړه.

هغه وویل: "د غزني د مقر ولسوالي، زموږ سیمه سخته یخ وهلې د سون مواد نه شته، دوا هم نه شته ماشومان مو ټول ناروغان شوي دي."

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف پرون په خپل ټویټر کې ولیکل چې سخت ژمي په میلیونونه ماشومان د افغانستان په شمول په پاکستان، اوکراین او سوریې کې د وجود د حرارت د کمېدو او تنفسي ناروغیو له خطرونو سره مخامخ کړي دي.