د پکتيکا يو شمېر خلک: د سړې هوا له امله ځينو سيمو کې سپين‌ږيري او ماشومان مړه شوي دي

د پکتيکا په يو شمېر سيمو کې زلزله‌ځپلي چې سرپناوې نه‌لري، په خېمو کې ژوند کوي.

د پکتیکا د برمل او ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې، د سړې هوا او کافي امکاناتو د نه لرلو له امله هر ورځ سپین ږیري، ماشومان او ښځې مړه کېږي.

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې خپور شي وايي، د سړې هوا په پیل سره د دوی ژوند په ګیان ولسوالۍ کې سخت شوی.

دا ادعا کوي چې، د سخت ژمي او امکاناتو د نه لرلو له امله هر ورځ د ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د خلکو له مرګ خبرېږو.

دلته سپین ږیري، زنانه، ماشومان په سخت سینه او بغل اخته شوي دي

نوموړی وايي: "په ګیان والسوالۍ کې ډېر سخت ژمی راغلی دی، دلته حالات داسې دي چې هیڅ یې تصور نه کېده، دلته سپین ږیري، زنانه، ماشومان په سخت سینه او بغل اخته شوي دي، درمل نه‌شته. د همدغه سینه او بغل له امله ډېر خلک موږ له لاسه ورکوو، شپه او ورځ چې موږ ګورو په ټوله ولسوالۍ له شپږو نه تر لسو پورې کسان مړه کېږي، ماشوم مړ ده، زنانه مړه ده، سپین ږیری مړ ده."

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی چې دا هم نه‌غواړي د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، دوی بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي: "موږ له سړو سره مخامخ یو، په کندو کې ژوند کوو، سختې ناروغۍ موږ ته پیدا شوې دي، سړو ډېر زیات خراب کړي یو، سږ کال دلته ډېر زیات ساړه دي، سپین ږيري او بوډاګان د سړو له امله مړه شول، نن مو یو سپین ږیری خاورته وسپارلو، دلته پرتې مؤسسې همداسې ګوري."

يو شمېر زلزله‌ځپلي چې سرپناه نه‌لري، په کندو کې اوسيږي.

خو د طالبانو حکومت طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت دا ادعاوې ردوي او وايي، دوی پکتیکا کې د سړې هوا له امله د مړینې موارد نه‌لري.

د دې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په پکتیکا کې موږ ژمني تلفات نه‌لرو او د ۱۰۰۰ نه زیات کورنه مو تر اوسه پورې ورته جوړ کړي دي او د نورو کورنو د جوړېدو چارې هم روانې دي."

"په پکتیکا کې موږ ژمني تلفات نه لرو

د پکتیکا ګیان او برمل هغه ولسوالۍ دي چې د تېر ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې زلزلې سختې وځپلې او خلکو ته يې د ځاني تلفاتو تر څنګ پراخ مالي زیانونه هم واړول.

خو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، چې د پکتیکا ګیان، برمل او سپيرې ولسوالیو کې یې شاوخوا ۲ زره ۳۰۰ کورنیو ته ژمني توکي رسولي دي.

دغې کمېشنرۍ د جمعې ورځې ناوخته په یو ټویټ کې ولیکل، چې یاده مرسته یې د ډسمبر میاشتې په نیمايي کې دغو سیمو ته لېږلې ده.

د (UNHCR) په وینا، دوی د یادو مرستو ترڅنګ په دغو ولسوالیو کې اړمونو ته نقدي پېسې هم ورکړي، چې د ژمي لپاره پرې تاوده توکي وپېري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ښاغلي رحیمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي، چې په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا د څپې په پیل سره په تېرو درې اوونیو کې، یعنې د جدي له ۲۰مې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۷۶ کسان مړه او ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړي دغه شان ویلي و، چې د سختې واورې ورېدنې له امله۱۲۰ کورونه نړېدلي او ۸۰ زره څاروي له منځه تللي دي.