د استاد اسماعيل مشعل پر نيول کېدو د مېل انلاین ورځپاڼې تبصره

د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل چې خلکو ته یې وړيا کتابونه ويشل، د طالبانو لخوا ونیول شو.

مېل انلاین (Mail Online):

د بریتانیا انلاین خپرونې مېل انلاین په خپله پرونۍ ګڼه کې د طالبانو له خوا د کابل پوهنتون د یوه استاد د نیول کېدو پر موضوع لیکنه خپره کړې ده.

اسماعیل مشعل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په وړیا ډول د کتابونو د وېش پر مهال ونیول شو او د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشر عبدالحق حماد د پنج­شنبې ناوخته دغه استاد د طالبانو د نظام پرضد په تبلیغاتو تورن کړ.

مېل انلاین د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، چې د استاد مشعل یوه همکار فرید احمد فضلي د جمعې په ورځ ورته ویلي استاد مشعل د طالبانو د چارواکو له خوا وهل شوی او بیا نیول شوی دی.

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل هغه وخت د رسنیو پام ځان ته واړاوه، چې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونو د دروازو تړل کېدو په اعتراض کې یې د یوه خصوصي ټلوېزیون په خپرونه کې خپل تحصیلي اسناد څیرې کړل.

استاد مشعل په وروستیو ورځو کې د یوه مدني اعتراض په ډول په یوه لاسي ګاډۍ کې کتابونه اچولي وو او د کابل پر لارو سړکونو یې پر خلکو کتابونه وېشل.

تر اوسه معلومه نه ده، چې استاد مشعل په څه وضعیت کې دی او تر کله به د طالبانو په توقیف کې وي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د لیندۍ/قوس پر ۲۹مه په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو تحصیل هم منع اعلان کړ.

دې کار یې په ملي او نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول او دا پر نجونو او ښځو د طالبانو د زیاتېدونکو محدودیتونو بله هڅه ګڼل شوې ده.

طالبانو د مرغومي / جدي پر درېیمه په غیردولتي مؤسسو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې دې موضوع سخت عکس العملونه وپارول او ګڼو سازمانونو په افغانستان کې یا د خپلو فعالیتونو یوه برخه یا ټول فعالیتونه وځنډول.

اکانومیک ټایمز (Economic Times):

هندۍ ورځپاڼې اکانومیک ټایمز په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو د ډلې یا (TTP) د زیاتېدونکو تحرکاتو په اړه لیکنه خپره کړې، چې یو وخت د لیکوال په وینا پاکستان همدغه وسله وال په ګاونډیو هېوادونو کې د تروریستي اهدافو لپاره کارول.

په لیکنه کې د پېښور په یوه جومات کې د تېرې دوشنبې چاودنې ته هم اشاره شوې، چې ۱۰۱ کسان یې ووژل او ګڼ نور ټپیان کړل.

اکانومیک ټایمز زیاتوي، که څه هم په لومړیو کې د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان د هغې حملې مسوولیت ومانه، خو د TTP ویاند وروسته وویل، په دې حمله کې دوی لاس نه لري.

د لیکوال په باور، له کله چې د افغانستان طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، ورسره ځینو تروریستي ډلو له دې جملې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپلې حملې زیاتې کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه، که څه هم د پاکستان پوځ له څه باندې یوه کال راهیسې له پاکستاني طالبانو سره مذاکرې وکړې، خو مثبته نتیجه ترلاسه نه شوه. د افغانستان طالبانو هم د دغو مذاکرو کوربه توب کړی و.

په لیکنه کې ویل شوي، د پاکستاني طالبانو ډله اوس د پاکستان امنیتي ځواکونه په بې رحمۍ سره په نښه کوي او په دې موډ کې نه دي چې داسې ژر دې د سولې مذاکرې بیا پیل کړي.