افغانستان سره پر مرستو د سيګار اندېښنه؛ ايا د امريکا مرستو ته طالبان لاس‌رسی لري؟

انځور - ارشيف

افغانستان سره د امريکا او نړيوالو پر نغدي مرستو د سيګار اندېښنې.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي، طالبان ورځ په ورځ ظالمانه چلند خپلوي او د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس غړي باید دا وڅېړي چې د امریکا هغه تر حد زیاتې مرستې چې افغانستان ته لېږل کېږي ایا د طالبانو لاس ته ورځي که څنګه؟

د سیګار دغه راپور چې کانګرس ته وړاندې شوی، په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د بیارغونې او د مرستو د هڅو په اړه دی.

افغانستان کې په ملیونونو کسان له لوږې کړيږي

راپور کې د امریکا د مرستو اغېزو او افغانستان کې زیاتېدونکو بشري اړتیاوو ته کتنه شوې ده.

دغه راپور د امریکا له کانګرس غواړي یوه اصلي پوښتنه وڅېړي هغه دا چې ایا امریکا کولی شي، بې له دې چې ورڅخه وغوښتل شي، په ملیاردونو ډالره د طالبانو د تمویل لپاره افغانستان ته ولېږي؟

د سیګار په راپور کې دا نتیجه اخیستل شوې، چې په افغانستان کې په ملیونونو کسان له لوږې کړيږي، په وحشت کې دي او د نړیوالو ملاتړ ته لا هم اړتیا لري، په ځانګړي ډول چې طالبان د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کوي او د خپلو محدودوونکو مقرراتو له‌مخې ورباندې محدودیتونه لګوي.

انځور - ارشيف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار زیاتوي، د امریکا متحد ایالتونه لا هم د عمده تمویلوونکي په توګه په افغانستان کې دخالت لري او اتلس میاشتې مخکې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو تر وتلو وروسته یې د افغان وګړو او افغان کډوالو د مرستې لپاره تر ۸ ملیاردو ډالرو زیاتې پیسې برابرې کړې دي.

امریکا په یاده موده کې تر ۲ میلیارد ډالره زیاتې پیسې عمدتاً بشري چارو ته ځانګړي کړي دي.

د سیګار په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو راغلي، په دې اته ملیارد ډالره پیسو کې د افغانستان بانک هغه درې نیم ملیارد ډالره هم شامل دي چې په سویس کې د افغانستان لپاره نوي جوړ شوي صندوق ته انتقال شوي دي.

د سیګار د راپور له‌مخې، امریکا په یاده موده کې تر ۲ میلیارد ډالره زیاتې پیسې عمدتاً بشري چارو ته ځانګړي کړي دي.

په راپور کې څلورو اندېښنو ته اشاره شوې، لومړی دا چې باید معلومه شي ایا طالبانو له دغو مرستو په استفاده د لایسنس، مالیو او ادارو فیسونو له درکه پیسې عواید ترلاسه کوي که نه.

په دې اړه نور: سيګار: د طالبانو له بياځلي واک وروسته امريکا د افغانستان لپاره ۸مليارده ډالر ځانګړي کړي دي

دویمه دا چې د امریکا دغه مرستې چې افغانستان ته لېږل کېږي ښايي په غیرعمدي ډول طالبانو ته هم په ملي او هم نړیواله سطحه مشروعیت ورکولو کې مرسته وکړي.

درېیمه دا چې له عامه ژوند څخه د ښځو په حذفولو سره طالبانو د بشري مرستو رسونې چارې له خنډ سره مخامخې کړې دي.

څلورمه دا چې د ژمي پر مهال ۲۸ ملیونه او درې لکه کسان بشري مرستو ته اړ دي او ملګري ملتونه وايي ډاډمن نه‌دي، چې د دغو مرستو څومره برخه به اړو کسانو ته ورسېږي.

د راپور له‌مخې دا تضمین هم نه‌شته چې د امریکا د دغو مرستو په بندېدو سره به امریکا وکړای شي د طالبانو چلند بدل کړي.