په پېښور کې د پرونۍ چاودنې د وژل شویو شمېر ۸۳ ته رسېدلی

د پېښور د مرکزي روغتون ویاند محمد اعظم خان نن سهار رسنیو ته ویلي چې د تېرې شپې پر مهال نور جسدونه هم تر خاورو لاندې را ایستل شوي دي.

په پېښور کې د یوه جومات دننه د پرونۍ ځانمرګې حملې د وژل شویو شمېر ۸۳ ته ختلی دی.

د پېښور د مرکزي روغتون ویاند محمد اعظم خان نن سهار رسنیو ته ویلي چې د تېرې شپې پر مهال نور جسدونه هم تر خاورو لاندې را ایستل شوي دي.

هغه اندېښنه وښوده چې د پولیس لاینز سیمې د جومات د یوې برخې د نړېدو له کبله اندېښنه شته چې د وژل شویو په شمېر کې نور بدلون هم راشي.

په راپورونو کې د ټپيانو شمېر شاوخوا ۱۵۰، خو ځینو رسنیو بیا د ۵۷ ټپیانو یادونه کړې ده.

له دې سره همهاله د خیبرپښتونخوا سرپرست اعلی وزیر محمد اعظم خان د قربانیانو په ویر نن په دې ایالت کې عمومي ویر اعلان کړی دی.

که څه هم د پاکستاني طالبانو یوه قومندان سربه کف مهمند ادعا وکړه چې برید دوی ترسره کړی، خو وروسته د دغې ډلې ویاند محمد خراساني برید کې لاس لرل رد کړل.