ځینې فرهنګیان: یونسکو دې ملي اتڼ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي

ارشیف: په ننګرهار کې د یو شمېر ځوانانو اټن

یو شمېر افغان فرهنګیان د ملګرو ملتونو له علمي او فرهنګي بنسټ یا یونسکو غواړي، چې ملي اتڼ دې د دې سازمان د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي.

یو شمېر افغان فرهنګیان د ملګرو ملتونو له علمي او کلتوري ادارې یونسکو څخه غواړي، چې اتڼ دې د افغانستان د فرهنګي میراث په نوم ثبت کړي.

د دوی په وینا د اتڼ شالید او جذابیت ته په کتو ارزي چې یونسکو یې د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي.

افغان لیکوال ډاکتر محب الله زغم وايي، نن سبا اکثره هېوادونه هڅه کوي چې خپل او حتا د نورو فرهنګي میراثونو په خپل نوم ثبت کړي.

نوموړی وړاندیز کوي، مخکې له دې چې د افغانستان فرهنګي میراثونه د نورو په نوم ثبت شي، ښه به وي چې په یونسکو کې د افغانستان په نوم ثبت شي.

افغان لیکوال ډاکتر محب الله زغم

هغه وویل: "یو خو د اتڼ حرکات ښکلي دي، بل تنوع لري. ورسره د اټن هر ډول بېله موسیقي، متفاوتې غاړې او شعرونه لري، نو په دې لحاظ اټن زموږ د فرهنګ یوه ارزښتمنه برخه ده، چې باید هڅه وشي دا په یونسکو کې د افغانستان د ناملموسه فرهنګي میراث په نوم ثبت شي."

لیکوال محمد انور وفا سمندر هم وايي، له اټن سره د افغانستان د تاریخ او فرهنګ ډېرې خاطرې تړلې دي، ځکه یې یونسکو باید د ناملموسو فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي.

سمندر وویل: "د دې وطن تاریخ که ښې درلودې، که بدې او که هر څه تېر شوي، د اتڼ شر او شور په کې ګډ و. اتڼ د افغانانو د احساساتو هنري ننداره ده، بې ځایه به نه وي چې یونسکو یې د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې راولي."

د تېر جمهوري حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه چارواکي د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې دوی په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یې یونسکو ته وړاندیز کړی و چې اتڼ او ۲۵ نور فرهنګي میراثونه د افغانستان په نوم ثبت کړي.

د نوموړي په خبره که څه هم په ۱۴۰۰ کال کې یې بیا دا موضوع تعقیب کړه، خو د پروسې له بشپړېدو مخکې حکومت وپرځېد او طالبان واکمن شول.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع ازادي راډيو ته وویل، دوی غواړي هغه فرهنګي میراثونه او اثار چې شرعي ستونزه ونه لري، د افغانستان په نوم ثبت کړي، خو د اتڼ په اړه یې وویل چې غیرشرعي فرهنګ ورته اهمیت نه لري.

هغه وویل: "ځینې شیان غیرشرعي دي، لکه تاسې د اتڼ یادونه وکړه. موږ شاهد و چې د یلدا شپه د افغانستان او ایران د ګډ فرهنګي میراث په نوم ثبت شوه، د تېرې ادارې په هلو ځلو دا کار شوی و، خو دا موږ ته هېڅ ارزښت نه لري."

که څه هم د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند اتڼ غیرشرعي بولي، خو په تېره کې ټولنیزو شبکو کې د طالبانو څو ويډیوګانې خپرې شوې دي چې اتڼ کوي.

بلخوا د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې دوی په اتڼ بندیز نه دی لګولی.

خو مشهور اتڼچي دوست محمد خان چې د مېرمن نغمې، اریانا سعید او نورو ګڼو هنرمندانو د سندرو په ويډيويي کلېپونو کې یې اتڼ کړی او ورسره یې پخوا په کابل کې د خلکو د خوښيو په محفلونو کې هم ګډون کاوه او اوس پېښور ته کډ‌وال شوی دی، ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو له واکمنېدو او په موسیقي له بندیز وروسته په افغانستان کې اتڼ بیخي کم شوی او اوس یې ځوانان نه کوي.

هغه وویل: "موسیقي او اتڼ سره تړل شوي چې موسیقي وي، اتڼ به هم وي. له ما سره انډیوالان او دوستان چې اوس په افغانستان کې دي او پخوا یې له ما سره اتڼونه کول، ما ته وايي چې اوس اتڼونه بند دي او هېڅ هم نه شته."

که څه تېر جمهوري نظام يونسکو ته وړاندیز کړی و چې اتڼ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي، خو دا چې ولې تر اوسه دا کار نه شوی، هڅه مو وکړه، په دې اړه د یونسکو د مسوولانو خبرې هم ولرو، خو بریالي نه شو.

اټن د افغانانو ځانګړې نڅا ده چې مختلف ډولونه لري او تر ډېره د خوښیو محفلونه پرې تاوده وي.