يو شمېر خلک: کابل کې د پاکستان سفارت پر خلکو فاميلي ويزې بندې کړي

کابل کې د پاکستان سفارت

یو شمېر افغانان وایي، چې کابل کې د پاکستان سفارت له کوم دلیله پرته پر دوی فامیلي وېزې بندې کړې دي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی عثمان شکایت کوي، چې له میاشتو، میاشتو انتظار وروسته هم د پاکستان ویزه نه‌ده ورکړل شوې.

نوموړي ازادي رادیو ته وویل، اوس ورته ویل شوي، چې فامیلي ویزې بندې دي.

"له کال نه زیات وخت شو چې وېزې ته مو اپلای کړې ده

نوموړی وايي: "له کال نه زیات وخت شو چې وېزې ته مو اپلای کړې ده، اول یې هیڅ ځواب نه راتلو، اوس وایي چې فامیلي وېزې بندې دي، لامل هم څوک نه وایي چې ولې بندې دي؟"

یو شمېر افغانانو په برېښنالیکونو کې هم دا ستونزه له ازادي راډیو سره شریکه کړې، خو ادعا یې کړې، چې ځني خلکو د سلګونه ډالرو په بدل کې ویزې ترلاسه کړې دي.

په کابل کې یو شمېر سیاحتي شرکتونه تايدوي، چې د پاکستان سفارت له‌خوا افغانانو ته د فامیلي ویزو ورکول بند شوي دي.

عکس: په کابل کې د پاکستان سفارت مخته د خلکو راټولېدنه

له دې ډلې د سرخوش چانس سیاحتي شرکت مرسیال عبدالمصور نظري ازادي راډیو ته وویل، هغو کسانو چې د جنورۍ له یولسمې نېټې څخه مخکې د وېزې له پاره غوښتنه کړې وه، هغو ته د شپږو میاشتو له پاره فامیلې وېزې ورکړل شوې، خو په خبره یې له یادې نېټې وروسته د فامیلي وېزو له پاره غوښتنلیکونه بېرته ردیږي.

ښاغلی نظري وايي: "اوس یوازې هغه کسان د فامیلي وېزو له پاره نوم لیکنه کوی شي چې ښځه یا خاوند یو یې پاکستانی وي، خو نورو ټولو افغانانوته یوازې شپږ میاشتنۍ سیاحتي وېزه ورکول کېږي."

"اوس یوازې هغه کسان د فامیلي وېزو له پاره نوم لیکنه کوی شي چې ښځه یا خاوند یو یې پاکستانی وي

نوموړی وايي، د پاکستان سفارت هم دوی ته ویلي دي، چې نور دې دوی د فامیلي وېزو له پاره د خلکو نوم لیکنه نه‌کوي.

ومو غوښتل چې په کابل کې د پاکستان د سفارت نظر هم ولرو، خو بریالي نه شو.

دوی په دې اړه په رسمي ډول په خپلو ټولنیزو پاڼو کې هم څه نه‌دي لیکلي.

د پاکستان حکومت دې پرېکړې په هغه هېواد کې نوي مېشت شوي افغانان، چې په فامیلي ویزو نوموړي هېواد ته تللي هم، د ویزو د تمدید په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي.

په دې اړه نور: د پاکستاني خبريالانو ملي ټولنې دغه هېواد کې د مېشت افغان خبريالانو د ويزو د تمديد هڅې پيل کړي

افغان خبریال میرویس ځاځی چې دا مهال په پاکستان کې اوسیږي ازادي راډیو ته وویل: "دوی چې وایي یوازې سیاحتي وېزې ورکوي هغه هم د شپږو میاشتو له‌پاره، چې شل دوه وېشت زره کلدارې ورنه کړې دا ویزې هم نه‌شې اخیستی، دا هغه ستونزه ده، چې په پاکستان کې زما په ګډون ټول افغانان ورسره مخ دي."

پاکستان کې ډېر هغه کسان د ویزو تمدید ته اړتیا لري، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته هغه هېواد ته تللي او نورو هېوادونو ته د تګ انتظار باسي.

د یادونې ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، هغو بهرنیانو ته د وتلو اجازه ورکوي چې د ویزې له ختمېدلو وروسته په پاکستان کې اوسېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وه، چې سرغړوونکو ته به درې کاله د بند سزا ورکول کېږي او سربېره پر دې به دوی پاکستان ته د ننوتلو په تور لېست کې هم شاملېږي.