امینه محمد: پر افغان ښځو د لګېدلو بندیزونو د کمېدو برخه کې لږ پرمختګ شوی

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد

د ملګرو ملتونو سازمان لوړ پوړی پلاوی څلور ورځې له طالب چارواکو سره په کابل کې او کندهار کې په خبرو بوخت وو، څو په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د لګېدلو بندیزونو لغوه کېدو ته یو حل لار پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد وايي، له طالبانو سره په خبرو کې په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو د کمېدو په برخه کې لږ پرمختګ شوی.

افغانستان ته له خپل څلور ورځني سفر وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې ویلي، هغه چلند چې طالبان یې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په برخه کې کوي، له اسلام سره په ټکر کې دی.

امينه محمد د شنبې په ورځ له الجزیرې تلوېزیون سره مرکه کې وویل، اړینه ده چې له طالبانو سره په دې اړه هر اړخیزې خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګنې طالبانو په یو شمېر نادولتي موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړې، وویل: "هو! پرمختګونه مو لرل. د روغتیا او تغذیې په برخه کې نرمښت په پام کې نیول شوی دی. زه فکر کوم دا هم له دې امله دی چې نړیواله ټولنه او مرستندویه شریکان یې په دې توانېدلي چې ښځو ته د ښځو په وسیله د خدماتو او په ځانګړي ډول د زېږون پر مهال یې اغېرې او پایلې وښيي، خو دا بسنه نه‌کوي، دا زموږ د کار پیل دی، یوازې مو یو دریڅه پرانیسته او هیله‌مند یوو چې د سرچپه حساب له پیل بالاخره وتوانېږو یو داسې پړاو ته ورسېږو چې دا فرمانونه لغوه شي او نجونې ښوونځیو او ښځې کار ته ستنې شي."

د ملګرو ملتونو سازمان لوړ پوړی پلاوی څلور ورځې له طالب چارواکو سره په کابل کې او کندهار کې په خبرو بوخت وو، څو په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د لګېدلو بندیزونو لغوه کېدو ته یو حل لار پیدا کړي.

په دې اړه نور: کندهار ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې سفر څومره مهم دی؟

خو مېرمن محمد وايي، سره له دې چې طالبان د نجونو د زده‌کړې او د هغوی د حقونو د اهمیت په اړه پوهېږي، مګر بیا یې هم دا بندیزونه لېرې نه کړل.

د امينه محمد په خبره، طالبانو ورته ویلي چې د نجونو د تعلیم ستونزه د حلېدو په درشل کې ده او دوی به ژر له یوې نوې کړنلارې سره نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

خو طالب ویاندویانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، مخکې هم دوى دا خبره په وار وار کړې چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په برخه کې را پورته شوې ستونزې حلوي.

امنيه محمد د افغان نجونو او ښځو په ملاتړ ټینګار کوي وايي، افغان نجونو او ښځو دې سره لیدنه کې ترې غوښتي چې د دوی ملاتړ وکړي او غږ يې لوړ وساتي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.

هاخوا د امينه محمد په مشرۍ افغانستان ته د ملګرو ملتونو سازمان تللي پلاوي د خپل سفر په پای کې خپره کړې اعلامیه کې له طالبانو سره په ښکېلتیا او له افغانانو په ملاتړ ټینګار کړی دی.

په دې اعلامیه چې د ملګرو ملتونو سازمان په ویبپاڼه خپره شوې لیکل شوي، په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه د هغو موسسو په کار ناوړه اغېز کوي چې غواړي له میلیونونو زیانمنو افغانانو سره مرسته وکړي.

خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې امنيه محمد له قوله زیاته شوې، بندیزونه او محدودیتونه نجونې او ښځې په کور کې زنداني کوي، بشري حقونه یې نقضوي او ټولنه یې له خدمتونو محروموي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاوي له سفر وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی هم راغلی و، خو ښکاره یې طالبانو سره لیدونو او کتنو کومه پایله نه‌درلوده.