فريډم هاوس: افغانستان کې د بشري حقونو ۹۰سلنه مدافعانو سره تاوتريخوالی شوی

انځور - ارشيف

فریډم هاوس په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړو د وضعیت د ارزولو په هدف د بشري حقونو له ۶۶۳ فعالانو سره مرکې کړي دي.

دې امریکا مېشتې ناحکومتي مؤسسې په خپل راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ ویلي، د بشري حقونو په سلو کې ۹۰ مدافعان، چې په افغانستان کې پاتې دي، وايي چې په یو نه یو ډول بدسلوکي یا تاوتریخوالی ورسره شوی دی.

په راپور کې وړاندې راغلي، د سروې په درو کې یوه پوښتل شوي ویلي، چې له افغانستانه په تېښته بریالی شوی خو لا هم ډاریږي ځکه چې د خپلو کورنیو اندېښنه ورسره شته او لا هم له هېواده د باندې د نوي ژوند په برابرولو کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان دی.

له افغانستانه په تېښته بریالی شوی خو لا هم ډاریږي

د فریډم هاوس په راپور کې ویل شوي، د سروې ۴۶ اعشاریه ۸ سلنې پوښتل شویو تایید کړې چې ځورول شوي او ګواښل شوي دي.

په سلو کې ۲۴ اعشاریه ۱ نورو ویلي، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ شوی او په سلو کې ۱۶ اعشاریه ۴ د نیول کېدو او وهل کېدو خبره کړې ده.

فریډم هاوس وايي، له افغانستانه په وتلو کسانو کې نږدې ۴۵ سلنه پوښتل شویو ویلي، چې له روحي نظره زیانمن شوي او ۳۳ اعشاریه ۷ سلنه نورو ویلي، چې په نورو هېوادونو کې، د ترانزیت په مهال وهل شوي او ځورول شوي او یا هم په زوره ایستل شوي دي.

فعالانو او مېرمنو سره د طالبانو تاوتريخوالی، انځور - ارشيف

ډېر دا ډول افغانان لا هم نه‌غواړي چې له رسنیو سره خبرې وکړي ځکه چې خپلوان یې په هېواد کې دي.

یوه یې د احمد فرید په مستعار نوم تېره شپه ازادي راډیو ته خپله کیسه وکړه او ويې ويل: "له پاکستان څخه د راروانېدو پر مهال ما ته وویل شول چې، ته په تور لېست کې یې او تللی نه شې. دا ستونزه یوازې زما نه وه د ډېرو افغانانو وه، ډېر مهم کسان وو، ټول مجبوره وو چې رشوت ورکړي او ځان وباسي."

د فریډم هاوس د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې تر نارینه‌و ښځې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.

د راپور له‌مخې، د بشري حقونو د ملاتړو ښځو په ګډون ښځینه په افغاني ټولنه کې زیاتې منزوي شوي، ازاد تګ راتګ او کار نه‌شي کولی.