ځینې افغانان په روان سوړ ژمي له ګڼو ستونزو شکایت کوي

ارشیف: د هرات یوه بېوزله کورنۍ. January 14, 2020

په افغانستان کې سخت ژمي د ډېری ولایتونو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

سخت ژمی او د افغانستان د خلکو د ستونزو زیاتېدل.

یو شمېر افغانان وايي، له یوې خوا بشري مرستې پرې بندې شوي او له بلې خوا د کورونو د تودولو لپاره د امکاناتو نه شتون د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د کابل ښار اوسېدونکی معروف ازادي راډیو ته وویل، یوازې د څو ساعتونو لپاره برښنا لري، هغه هم داسې ساعتونو کې چې ورنه استفاده نه شي کولای.

هغه وايي: "چې د سون توکي نه وو خلکو به له برښنا ګټه اخیسته، اوس برښنا هم نشته، دې چارې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بهار وویل: "مونږ په څلورویشت ساعتونو کې دوه یا درې ساعته برښنا لرو چې ورنه استفاده نه شو کولای، په ورته وخت کې په هغو ورځو کې چې هوا سړه وي اوبو ته هم لاسرسی نه لرو، اړ یو چې د څښاک لپاره اوبه واخلو."

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار یو اوسېدونکی چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د هوا په سړېدو سره د برښنا پرچاویانې ډېرې شوي او دوی نه شي کولای خپلې خونې تودې کړې.

هغه وویل: "ټول حمامونه تړل شوي، اوبه یخ وهلې دي، برښنا هم نه شته، خلک نه شي کولای د سون توکي واخلي، مرستې هم اړمنو کسانو ته نه رسېږي."

په کابل کې خلک د برښنا له پرچاوۍ هم سر ټکوي. ارشیف

په ورته وخت کې د طالبانو تر کنترول لاندې د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي، په ژمي کې له برښنا نه استفاده ډیرېږي، او سره له دې چې د ازبکستان وارداتي برښنا پرې ده، دوی هڅه کوي چې له کورنیو سرچینو په ګټې اخیستنې سره برښنا ته د خلکو اړتیاوې تر یو بریده پوره کړي.

میوندي وویل: "مونږ هڅه کوو چې له کورنیو سرچینو په ګټې اخیستنې سره د برښنا په برخه کې د شپې او ورځې له مخې د خلکو اړتیاوو ته رسېدنه وکړو. مونږ د ورځې له خوا د برښنا د وېش لپاره له حرارتي برښنا نه استفاده کوو."

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د سړې څپې په راوتلو سره خلک له جدي ستونزو له دې ډلې د برښنا او اوبو له کمښت سره مخ دي.

د طالبانو حکومت تېره ورځ ویلي وو چې په دې ورستیو کې د سړې څپې د راتللو له امله په بادغیس، فاریاب، نیمروز او غزني کې ۱۶ کسان د یخنۍ له امله مړه شوي دي او په زرګونه څاروي هم تلف شوي دي.