طالبانو په خپله سرپرسته کابینه کې یو لړ تازه مقررۍ اعلان کړي

ملا محمد حسن آخند او د طالبانو د کابینې غړي

د طالبانو حکومت په خپله سرپرسته کابینه کې یولړ تازه مقررۍ اعلان کړي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پر خپل ټویټر خبر ورکړ چې د طالبانو د لوی مشر د لارښوونې په اساس د ټولګټو وزارت پخوانی سرپرست وزیر د کار او ټولنیزو چارو د وزیر په توګه او د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی معین ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو چارو د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوي دي.

طالبانو له دې مخکې هم څو ځلې په خپله کابینه کې یو لړ بدلونونه راوستي دي.

د طالبانو ډېری وزیران ملایان دي او په کابینه کې یې هېڅ ښځه هم نه شته.

د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.