د ایران حکومت یو ایراني الاصله برتانوی اعدام کړی

ایراني الاصله برتانوی علي رضا اکبري

د ایران حکومت ایراني الاصله برتانوی علي رضا اکبري اعدام کړی دی.

د ایران د قضا اړوند میزان خبري آژانس د راپور له مخې اکبري چې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال و، د بریتانیا د استخباراتو لپاره د جاسوسۍ، فساد او د هېواد د ملي او بهرني امنیت پرضد د اقداماتو په تور په اعدام محکوم او نن اعدام شو.

ایران پر اکبري تور لګولی و، چې برتانیا ته د جاسوسۍ په بدل کې یې د ۲ میلیون ډالرو معادل پیسې ترلاسه کړې دي.

د بریتانیا حکومت نن دا یو بوږنوونکی عمل وباله او ویې غانده.

بریتانیا له دې مخکې هم د اکبري د اعدام حکم سیاسي بللی و، او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.