امنيت شورا د طالبانو له لوري په مؤسسو کې د ښځو د کاري بنديز په اړه غونډه جوړوي

د امنيت شورا غونډه، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د طالبانو له لوري په نا دولتي کورنيو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځینه کارکونکو د کار بندیز د پرېکړې په اړه په لوړه کچه د ملګرو ملتونو غونډه.

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې اړه ناسته وکړي.

د دغه ناستې دقیقه نېټه نه‌ده ښودل شوې.

د طالبانو دا پرېکړه به د بشري مرستو د رسولو په وړاندې لا ډېر خنډونه رامنځته کړي.

د متحده عربي اماراتو حکومت په یو ټویټ کې ویلي دي، د بندو دروازو تر شا دا غونډه د متحده عربي اماراتو او جاپان هېوادونو په وړاندیز جوړیږي.

په همدې حال کې په بهرنیو او سیاسي چارو کې د نړیوالو همکاریو وزیرې او په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نصیبې په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان دوه په درېمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او شپږ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي د طالبانو دا پرېکړه به د بشري مرستو د رسولو په وړاندې لا ډېر خنډونه رامنځته کړي.

نوموړې ویلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه ښځې ماشومان، لویان او د بشري مرستو اړمن کسان لا نور ځپي.

اغلې لانا ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري له لومړنیو او لوړو زده‌کړو د نجونو او ښځو بې برخې کول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۱۵ ګڼه پرېکړه لیک نقضوي او له شک پرته د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خرابوي.

طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډیسمبر په ۲۴مه په نادولتي کورنيو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځینه کارکونکو په کار بندیز ولګاوه.

د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه ان تر دې، چې په غبرګون يې یو شمېر نړیوالو مؤسسو په افغانستان کې خپلې چارې وځنډولې.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو ویلي، د طالبانو دا پرېکړه په افغانستان کې د بشري چارو په بهیر سم‌لاسي اغېز لري.

پر نجونو او ښځو د طالبانو د وروستيو محدوديتونو وروسته کابل کې يو شمېر نجونې د لاريون پر مهال

ملګرو ملتونو ګواښ کړی که د دغه بنسټ همکارې مؤسسې په افغانسان کې خپل فعالیتونه ودروي نو دوی ته به ستونزمنه وي چې د دې هېواد ټولو برخو ته بشري مرستې ورسوي.

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو له پیل راهیسې پر افغان مېرمنو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو په لومړنیو زده کړو بندیز، د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو د دروازو تړل، په ډېرى دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز، ورزشي او تفریحي پارکونو او عمومي حمامونو ته د مېرمنو د ورتګ مخنیوی، له شرعي محرم پرته په لرې واټن سفر بنديز او دغه شان د حجاب اجباري کول هغه محدودیتونه دي چې طالبانو پر افغان مېرمنو لګولي دي.