د ۲۰۲۳ میلادي کال پیل؛ په ګڼو هېوادونو کې ځانګړو پروګرامونو سره ونمانځل شو

په اسټرالیا کې نوی کال په ځانګړو مراسمو سره پیل شوی

۲۰۲۲ کال له داسې بې مخینې تحولاتو سره تړلی و چې نوی ۲۰۲۳ کال به یې هم له پایلو اغېزمن وي.

اسټرالیا او نیوزیلنډ د نوي کال په نمانځلو کې مخکښان وو.

د سیډني ښار د ۲۰۲۳ کال د جشن لپاره بې سارې اورلوبې او نندارې جوړې کړې وې.

وروسته د جاپان، چین او تایلنډ خلکو هم نوی کال په خاصو مراسمو او اورلوبو سره ونمانځله.

اروپايي هېوادونو هم د اورلوبو او ځانګړو مراسمو سره د نوي کال هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په خپل ټویټر کې په یوه لنډ پيغام کې وویل: "هر نوی کال د بیا زېږون شېبه ده. راځئ چې په ګډه ۲۰۲۳ کال داسې جوړ کړو چې ژوند، کور او نړۍ ته سوله بېرته راستنه شي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش

۲۰۲۲ کال په اوکراین باندې د روسیې د یرغل، د حکومت پر ضد د ایراني ولس مظاهرو او د مظاهره چیانو ځپل، په افغانستان کې د ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت د دوام او د نړۍ د څو مهمو او مشهورو کسانو د مړینو له پېښو او تحولاتو سره مخ وو.

د بریتانیا ملکه دوهمه الیزابت، د نړۍ مشهور فوټبال ستوری پېلې، د جاپان پخوانی صدراعظم شینزو ابې، د چین پخوانی ولسمشر جیانګ زیمین او د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګرباچوف په ۲۰۲۲ کال کې مړه شول.

د بریتانیا ملکه دوهمه الیزابت

د نوي کال په ماښام د عیسویانو پخواني پاپ شپږم بنډیکټ له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

په تېر نومبر میاشت کې د نړۍ نفوس له اتو میلیاردو څخه واوښت.

ځینو اوکراینیانو نوی کال د شمعې په رڼا کې په دعا سره ونمانځه.

پر اوکراین د روسیې له برید درې سوه ورځې تېرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې جګړه کې څه باندې اووه زره کسان وژل شوي او لس زره نور کسان ټپیان شوي.

شپاړس میلیونه اوکراینیان بې کوره شوي دي.

د اوکراین د انرژۍ په زیربناوو باندې د روسیې د هوايي بریدونو په پایله کې د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې برښنا پرې شوې او خلک تر ډېره په تیاره کې ژوند کوي.

د اوکراین یوه څنډه

په مسکو کې هم د نوي کال اورلوبې وروسته له هغه لغوه شوې چې ښاروال سرګي سوبیانین له خلکو څخه د دې جشن د نمانځلو په اړه د دوی نظرونه وغوښتل.

خو په چین کې نوی ۲۰۲۳ کال په داسې حال کې پیل شو چې دغه هېواد د محدودیتونو له لرې کېدو وروسته د کرونا ویروس له زیاتوالي سره مخ دی.

په داسې حال کې چې د واکسين په نتيجه کې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د خلکو ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی، چين لا هم د دغه ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې له ستونزو سره مخ دی.

په چین کې روغتونونه چې د نړۍ ترټولو نفوس لرونکی هېواد دی له ناروغانو ډک دي.

له دې سره سره بیا هم نوی کال خلکو په تیاترونو، میخانو او هوټلونو کې ونمانځه.