یو شمېر فعالانو د جلاجلا لیکونو په لېږلو د افغان مېرمنو د ستونزو حل وغوښت

په کابل کې د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو تړلو په غبرګون د ښځینه معترضانو یو انځور

په افغانستان کې د ننه او بهر یو یوه ډله ښځو "ټول له یو بل سر لا پیاوړي" تر سرلیک لاندې، په افغانستان کې د ننه او بهر سیاسي مشرانو، نړیوالو سازمانونو او طالبانو ته، پرانیستي لیکونه استولي او په افغانستان کې یې د ښځو د ملاتړ او پاملرنې غوښتنه ترې کړې ده.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره د اعتراضونو او عدالت غوښتنې په دوام، دا ځل په افغانستان کې دننه او بهر د ښځو یوې ډلې په ګډه "ټول له یو بل سره لا پیاوړي" تر سرلیک لاندې بېلابېلو ادرسونو ته د لیکونو په استولو سره د افغان ښځو د ملاتر او ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

د دغه لیک تنظیموونکي ښځینه فعالانې وايي، دغه پرانیستي ليکونه، د شنبې په ورځ د امريکا د ولسمشر مېرمن جېل بايډن، د ملګرو ملتونو سازمان امنيت شورا، افغان سياسي مشرانو، د اسلامي همکاريو سازمان او د طالبانو حکومت ته لېږل شوي او دوی یې د ځواب په تمه دي.

د امريکا د ولسمشر مېرمن جېل بايډن

د دغو فعالانو له ډلې د افغان ښځو شبکې پخوانۍ مشرې ماري اکرمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "دا لیک د هغو ښځینه فعالانو له خوا چې د رهبرۍ په کچه یې فعالیت درلوده، تر تیب شوی او موخه یې دا ده چې د افغان ښځو او نجونو غږ واورېدل شي، موږ دا لیک بېلابېلو برښنالیکونو ته واستوه."

په ورته وخت کې د دغه لیک یوې بلې تنظیموونکې قاضي نرګس حفیظ زاده د امریکا د ولسمشر مېرمنې جېل بایډن ته د دغه لیک د استولو د هدف په اړه وویل: "دا لیک د امریکا ولسمشر جېل بایډن میرمنې ته هم لېږل شوی، هغه کولای شي له افغان ښځو نه په ملاتړ سره د افغانستان په سیاسیت کې اغېزمنه اووسي او دا څرګنده خبر ده چې امریکا له پخوا راهیسې د افغانستان په سیاست کې موثر رول لري."

نوموړې زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په استول شوي لیک کې د افغان ښځو د اوسنیو ستونزو د حل په برخه کې د یاد سازمان په اغېزناک رول ټینګار شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ښخینه فعالانو په خبره، په یو لیک کې د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتل شوي، چې افغانستان ته د یوه پلاوي په استولو له طالبانو سره په اړیکه کې شي او د افغان ښځو ستونزې له نږدې وڅېړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.

دوی وايي، هغه لیک چې د طالبانو حکومت ته استول شوی په کې راغلي، اسلام د عدالت او انصاف دین دی او د هر ډول تبعیض مخالف دی.

د لیک په دوام کې ویل شوي چې پرته له کوم شرعي، عنعنوي او تخنیکي دلیل څخه له تعلیم او تحصیل د افغان نجونو او ښخو محرمول به خطرناکې پایلې ولري او د دې ټولو تاریخي مسوولیت به تاسې ته متوجه وي.

د لیک په پای کې له طالبانو غوښتل شوي چې د خپلو ميندو او لوڼو پر وړاندې د خپل شرعي، عرفي او وظيفي مسوولیت په درک ولو سره، له عدل او انصاف څخه کار واخلي، ښځې د سياسي موخو قرباني نه کړي او ژر تر ژره دې د نجونو پرمخ د ټولو علمي مرکزونو د دروازو په پرانیستلو سره خپل دیني او دنیاوي مسوولیت ادا کړي.

طالبانو ته په استول شوي وروستي لیک کې د سیما ثمر، انارکلي هنریار، شینکۍ کړوخېل، نجیبې ایوبي، ثریا صبحرګ، حبیبه سرابي، حوا علم نورستانۍ، ماري اکرمي، نرګس حفیظ زاده او د لسګونو نورو ښځینه فعالانو نومونه لیکل شوي دي.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه، چې د ښځینه فعالانو د دغه د ليک په اړه د طالبانو د حکومت د ویندویانو نظر هم واخلي، خو دوی د دغه راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

د ښځینه فعالانو دا اقدام وروسته له هغې دی، چې طالبانو تازه، د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو دروازې وتړلې.

دغه شان د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ په یوه لیک کې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز حکم هم صادر کړ او ادعا یې وکړه چې د دې پرېکړې لامل د یادو موسساتو د ښځینه کارکونکو له خوا د اسلامي حجاب نه مراعتول او ځینو نورو قوانینو ته پام نه کول دي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو هم بندیز لګولی و، په ډېری دولتي ادارو کې یې ښځې له کاره ګوښه او تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو ته له تګ یې هم منع کړې وې، چې دا محدویتونه په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ دي.