ګوټرېش: د افغان ښځو پر کار بندیز به د ملګرو ملتونو چارو ته زیان ورسوي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټوني ګوټرېش

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، په نادولتي موسسو کې به د ښځو په کار بندیز د دې سازمانونو چارو ته خورا زیان ورسوي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټوني ګوټرېش وايي، داسې مهال چې افغانانو خورا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، په افغانستان کې له نادولتي موسسو سره د نجونو او ښځو په کار بندیز به، په افغانانو د لا زیاتې سختۍ لامل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د ګوټرېش له قوله، د طالبانو په دې پرېکړه خواشیني ښودل شوې او کار د ښځو حق ګڼل شوی دی.

هغه زیاته کړې: "دا پریکړه به د ډېری هغو سازمانونو کار کمزوری کړي چې په ټول هېواد کې فعالیت کوي او له زیانمنو، په ځانګړي ډول نجونو او ښځو سره مرسته کوي."

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، دا سازمان او شریکان یې د نورو ملي او نړیوالو نادولتي موسساتو په ګډون، له ۲۸ میلیونه زیاتو افغانانو سره چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري، مرسته کوي.

خو ګوټرېش د دې چارو د لا ښه سمون لپاره او بې له ځنډه او په خوندي توکه د دې خلکو د لاسنیوي لپاره د نجونو او ښځو فعالیت مهم بللی.

د طالبانو حکومت پرون په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز ولګاوه.

په دې اړه نور: طالبانو په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د مېرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه

د سویلي اسیا لپاره د یونېسف سیمه‌ییز رییس جورج لاریا اډجي بیا د طالبانو دا پرېکړه غندلې او وايي، د طالبانو دا پرېکړه به، د ماشومانو لپاره د روغتیا، تغذيې او د تعلیمي خدماتو په چمتو کولو کې بدې پایلې ولري.

هغه نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، یونېسف په افغانستان کې د هرې نجلۍ او ښځې ترڅنګ ولاړ دی او له طالبانو غواړي چې سمدستي دې ټولو ښځو بشردوستانه کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې د زیانمنو کورنیو او ټولنو لپاره خپل ژوند ژغورونکی کار بیا پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډی شرمن بیا په خپله ټویټرپاڼه دا د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو یو بل وحشتناک ګام بللی او لیکي، دا اقدام به له نړۍ سره د طالبانو پر اړیکو د پام وړ اغېز ولري.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي بیا دا د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو بشپړه بې‌پامي بللې.

خو داسې مهال چې نړۍ او په افغانستان کې دننه طالبان د خلکو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو په نقض تورنېږي، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د افغانانو د حقونو خوندیتوب غواړي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر

هغه نن په ارګ کې د مالي جرایمو معافیت په نوم جوړې شوې غونډې ته وویل: "د دې ۴۵ میلیونه افغانانو مسوولیت نن ورځ زموږ مسوولینو او اسلامي امارت ته ور ترغاړې دی. ولس باید په هېڅ صورت، په هېڅ ډول له خپلو حقه، مسلماً او ثابته حقونو څخه محروم نه‌کړل شي."

د طالبانو دا لوړی پوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په ګډون نورمحدودیتونه هم لګولي دي.

پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له خوا لګېدلي محدودیتونه په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ دي.

خو دې غندنو، اعلامیو، اعتراضونو او لاریونونو د طالبانو په پرېکړو کې هېڅ ډول بدلون نه راوستی او ورځ تر بلې د خپلو محدودیتونو کړۍ پراخوي.