په هند کې ځینې افغان خبریالان له ګڼو ستونزو شکایت کوي

د هند بیرغ

یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې په وروستیو څو کلونو کې له افغانستانه هند ته تللي دي وايي چې د ویزې او کار د نه لرلو له امله په بد وضعیت کې ژوند کوي.

سيد اجمل بها وايي، د یوې رسنۍ د سياسي پروګرامونو په څانګه کې يې کار کاوه، خو د امنيتي ګواښونو له امله د هېواد پرېښودلو ته اړ شو او اوس په هندوستان کې کډوال دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې پخوا د «یک» په نوم تلوېزیون کې ویاند و، خو اوس له اوو کلونو راهیسې انتظار باسي چې د پناه غوښتنې دوسیه به یې په هند کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو این ایچ سي آر له خوا څېړل کېږي.

بها په هند کې د ژوند له سختیو په ځانګړې ډول له اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

هغه وویل: "هغه ننګونې چې موږ په هند کې لرو پراخې او ډېرې دي، ټولنیزې ستونزې، اقتصادي ستونزې، د ماشومانو لپاره د زده کړې ستونزې، رواني او روغتیايي ستونزې په خوا کې یې د کار او د ویزې د نه لرلو له امله د افغان مهاجرینو لپاره د کاري چاپېریال نشتوالی بیا تر ټولو لویه ستونزه ده چې د هر ګډوال له پاره یې ژوند تنګ کړی دی."

بها وايي چې په هند کې په شخصي ادارو او دفترونو کې د کار حق نه لري او د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره په یاد هېواد کې د افغانانو له خوا په جوړو شویو تعلیمي مرکزونو کې د ژبې او کمپیوټر په تدریس بوخت دی.

یو بل افغان خبریال عبدالرحمن همدرد چې له پنځه نیمو کلونو راهیسې په هند کې ژوند کوي، هم د قانوني ویزې د نه لرلو ستونزه جدي ګڼي او د کډوالو د ملاتړ موسسو له نه همکارۍ شکایت کوي.

د نوموي په وينا، په افغانستان کې د رسنيو کاري وضعيت هم له جدي ننګونو او ګواښونو سره مخ دى او نه شي کولاى بېرته افغانستان ته لاړ شي.

همدرد وویل: "موږ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ يو، که موږ وغواړو په کوم پلورنځي يا دوکان کې کار وکړو نو ښایي د پوليسو له خوا ونیول شو، ځکه چې موږ ويزه نه لرو او يا هم په لږه تنخواه باید کار وکړو. زموږ بله ستونزه دا ده چې موږ په رواني سختو ستونزو اخته یو."

د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې د افغان خبريالانو ټولنې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، شاوخوا څلوېښت افغان خبريالان او د رسنيو کارکوونکي په هند کې ژوند کوي.

دغې ټولنې ویلي، دوی له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په هند کې د افغان خبریالانو د ستونزو د هواري لپاره د دوی ملاتړ وکړي.

ارشیف

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط مخکې ۱۱۸۵۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په افغان رسنیو کې کار کاوه، خو اوس د دوی شمېر له ۳۰۰۰ څخه هم کم شوی دی.

د نی د دفتر مشر ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل چې د امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو له امله ډېری رسنۍ تړل شوي، خبریالان بې کاره شوي او یا هم له افغانستانه وتلي دي.

کریمي وویل: "ډېری رسنۍ تړل شوي او فعالیتونه یې بند شوي دي. د رسنیو ډېری کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ځینې یې د ګواښونو له امله ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي. دا د دې ښکارندویي کوي چې د ژورنالېزم بنسټیز عنصر په هېواد کې له منځه ځي او بېرته د خبريالانو د ټولنې رغول شل کاله وخت غواړي."

په ورته وخت کې د بې پولې خبریالانو سازمان د روان کال په اګسټ میاشت کې په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې په تېر کال کې د رسنیو ۶۰ سلنه کارکوونکي له افغانستانه وتلي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په درېيمو هېوادونو کې د افغان خبريالانو او په ځانګړې توګه په هند کې د مېشتو خبريالانو د وضعيت په اړه د دغه سازمان نظر هم واخلي، خو بريالی نه شو.

د طالبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې په څو ځله ويلي چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د رسنيو او خبريالانو د بيان ازادۍ او فعاليتونو ته ژمن دي.

په تېرو څو کلونو کې په تېره بيا د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته ډېر شمېر خبريالان له افغانستانه وتلي، یو شمېر یې خپل د مقصد هېوادونو ته رسېدلي، خو ډېری یې لا هم د پاکستان او هند په ګډون په درېيمو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د دوسيې د څېړلو په تمه دي.