طالبانو او پاکستاني ځواکونو بیا د سپین بولدک - چمن سیمه کې نښته کړې

د سپین بولدک - چمن دروازه

د کندهار د سپین بولدک - چمن په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا جګړه شوې.

ځایي سرچینې وایي، طالبانو د شېرو اوبو په سیمه کې پوسته جوړوله، چې د ډيورنډ کرښې له هاخوا پرې ډزې شوي دي.

د سپین بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پښتون ازادي رادیو وویل، په کومه سیمه کې چې څو ورځې مخکې جګړه شوې وه، د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.

د سپین بولدک او چمن تر منځ لار لا دامهال خلاصه ده.

په مخکېنۍ جګړه کې چې یکشنبه شوې وه دواړه غاړو ته لږ تر لږه ۷ کسان مړه او ۳۰ نور ژوبل شول.

هغې نښتې د پاکستاني چارواکو تُند غبرګونونه وپارول او طالب ځواکونه یې په پاروونکو اقداماتو تورن کړي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي.