د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د سپين بولدک – چمن لارې تړل کېدو سوداګرۍ ته څومره زيان اړولی؟


سپين - بولدک چمن دروازه، انځور - ارشيف
سپين - بولدک چمن دروازه، انځور - ارشيف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د سپین بولدک- چمن د دروازې تړل کېدل، افغان سوداګرو ته د ورځې د ملیونونو افغانیو زیان اړولی شي.

د سپین بولدک- چمن لار وروسته له هغې وتړل شوه، چې تېره یکشنبه یوه وسله‌وال کس د پاکستان پر سرحدي پوځیانو ډزې وکړې، چې د راپورونو له مخې په نتیجه کې یې یو پاکستانی سرتېری ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

ویل شوي، د دې لارې تړل کېدو د دې سبب شوي، چې هره ورځ د کرښې په دواړو لوریو کې سوداګرو ته د ملیونونو افغانیو په ارزښت زیانونه واوړي.

زموږ همکار، د افغانستان د سوداګرو او پانګونې ټولنې له مشر، نور الله مبارز څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه: د سپین بولدک- چمن د لارې یا دروازې تړل کېدل یوه سوداګر ته څومره زیان اړوي؟

د ښاغلي مبارز مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00
XS
SM
MD
LG