ټېسټ کرېکټ؛ پاکستان په خپل کور کې مات او انګلستان لوبلړۍ وګټله

د انګلستان کرېکټ لوبغاړي

د انګلستان او کوربه پاکستان ترمنځ په ملتان ښار کې نن د کرېکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په پار د دویمې ټېسټ لوبې څلورمه ورځ وه.

پاکستان شپږ وېکټې درلودې او د بریا په پار ورته د ۱۵۷ منډو اړتیا وه.

سعود شکیل او فهیم اشرف ولاړ و.

کوربه لوبډلې په پوره دقت لوبه پر مخ بیوله، د لوبې حالت ته په کتلو سره د پاکستان د بریا چانس اتیا سلنه و، خو انګلستان یو وار بیا ډېر زړور کرېکټ وکړ او د مارک ووډ او روبینسن د پر له‌پسې بریدونو له امله دوی دغه لوبه په ۲۶ منډو وګټله.

پاکستان ته یو مهال ۶۵ منډې پاتې وې او ۵ لوبغاړي یې ناسوځېدلي و، خو په ۳۸ منډو یې پاتې ۵ لوبغاړي هم له لاسه ورکړل.

انګلستان په ترتیب سره په دوه پاڼيو کې ۲۸۱ او ۲۷۵ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۲ منډې او په وروستۍ پاڼۍ کې یې ۳۲۸ منډې ترسره کړې.

پاکستان کې ټېسټ کرېکټ لوبې

سليزه

د انګلستان ځواب توپ وهونکي هري بروک یوازینی توپ وهونکی و چې په دې ټېسټ لوبه کې یې سلیزه ترلاسه کړه، د همدې مهمې سلیزې پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د پاکستان سعود شکیل بیا په دویمه پاڼۍ کې ۹۴ منډې ترسره کړې چې د لومړنۍ ټېسټ سلیزې انتظار یې لا دوام لري.

پنځه وېکټې

پاکستان په دې لوبه کې ځوان لیک بریک توپ اچونکي ابرار احمد ته د لوبې چانس ورکړ.

نوموړي په حیرانونکي توګه د انګلستان توپ وهونکي تس نس کړل او په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۷ وېکټې ترلاسه کړې.

هغه په دویمه پاڼۍ کې هم تر نورو توپ اچونکو مخکښ و او ۴ وېکټې یې واخیستې.

په دې اړه نور: ټېسټ کرکټ؛ اسټرالیا له ویسټ انډيز لوبلړۍ وګټله

که څه هم د انګلستان په توپ اچونکو کې هيڅ توپ اچونکي پنځه وېکټې وانه‌خيستې، خو په وروستۍ پاڼۍ کې د مارک ووډ ۴ وېکټې د ډېرې ارزښت وړ دي او له امله یې انګلستان دویمه ټېسټ لوبه وګټله.

انګلستان و توانېد چې دوه لسیزې وروسته په پاکستان کې د ټېسټ کرېکټ لوبلړۍ وګټي.

دواړه لوبډلې به د وروستۍ ټېسټ لوبې په پار کراچۍ ښار ته ځي او د ډسمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه به په نشنل سټډيم کې لوبه پيلوي.