د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د کیشان غبرګې سلیزې هندوستان ته لوی بری ورکړ


د هندوستان لپاره تازه دمي پیلیز لوبغاړي ایشان کیشان تاریخ جوړ کړ او د څلورم هندوستاني په توګه یې په یو ورځنیو سياليو کې غبرګه سلیزه ثبت کړه او ۲۱۰ منډې یې جوړې کړې.
د هندوستان لپاره تازه دمي پیلیز لوبغاړي ایشان کیشان تاریخ جوړ کړ او د څلورم هندوستاني په توګه یې په یو ورځنیو سياليو کې غبرګه سلیزه ثبت کړه او ۲۱۰ منډې یې جوړې کړې.

د هندوستان او بنګله دېش ترمنځ د درې یو ورځنیو سياليو په وروستۍ لوبه کې د ایشان کیشان د غبرګې سلیزې پر مټ هند لوی بری ترلاسه کړ.

هندوستان په دې لوبه کې د ټپ له امله لوبډلمشر روحیت شرما له ځانه سره نه درلود او د لوبډلمشرۍ چارې کیل راهول پر مخ وړلې.

هند لومړۍ توپ وهنه وکړه چې دا ځل یې توپ وهونکو د تېرو دوو لوبو برخلاف بریدیزه لوبه ترسره کړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې ۸ لوبغاړي وسوځېدل او ۴۰۹ منډې یې وکړې.

د هندوستان لپاره تازه دمي پیلیز لوبغاړي ایشان کیشان تاریخ جوړ کړ او د څلورم هندوستاني په توګه یې په یو ورځنیو سياليو کې غبرګه سلیزه ثبت کړه او ۲۱۰ منډې یې جوړې کړې.

دغه راز افسانوي کرکټر ویرات کولي بیا د خپل یو ورځني کرکټ د لوبیز ژوند ۴۴مه سلیزه ووهله.

بنګله دېش د هدف په تعقیب کې په بشپړه توګه پاتې راغی او په ۳۴ اورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او یوازې یې ۱۸۲ منډې وکړې.

د یادونې ده چې د یو ورځنیو سياليو په یوه لوبه کې په فردي ډول روهیت شرما درې غبرګې سلیزې وهلي او لوړې منډې یې ۲۶۴ کړي دي چې نړیوال ریکارد شمېرل کېږي او دغه راز سچن ټنډولکر او سېهواک هم د هند لپاره دا کارنامه کړې ده.

باید وویل شي چې دغه لوبلړۍ بنګله دېش ۲ـ۱ وګټله.

XS
SM
MD
LG