سعودي عربستان: که ايران اټومي وسلې ترلاسه کړي عرب ګاونډيان به د خپل امنيت لپاره اقدام وکړي

د ايران اټومي بټۍ، انځور - ارشيف

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، که ایران اټومي وسله ترلاسه کړي، نو ټولې معاملې به ګډې وډې شي او د فارس خلیج په څنګ کې پراته عربي هېوادونه به د خپل امنیت د تامین لپاره ګامونه پورته کړي.

شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود پرون په ابوظبۍ کې د نړیوال سیاست کانفرنس ته په خبرو کې وویل، په سیمه کې په ډېر خطرناک چاپېریال کې ژوند کوي او تمه دا ده چې د سیمې هېوادونه به خامخا د خپل امنیت د تامین لپاره لاس په کار شي.

هغه په دې برخه کې نور وضاحت ور نه‌کړ، خو شونې ده چې د ایران له‌خوا د اټمي وسلو په جوړولو سره په منځني ختیځ کې د اټمي وسلو د لرلو سیالي نوره هم شدیده شي.

ایران اوس مهال د یورانیمو د ۶۰ سلنه غني کولو په لټه کې دی او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په وینا تر دې دمه یې له ۶۲ کیلو ګرامه زیات یورانیم تولید کړي دي.

شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود

د اټومي بم جوړولو لپاره شاوخوا ۲۵ کیلوګرامه ۹۰ سلنه غني شویو یورانیمو ته اړتیا ده.

د امریکا د علومو او نړیوال امنیت انسټیټیوټ تیره میاشت یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې د ۶۰سلنه څخه ۹۰سلنه یورانیم بدلولو لپاره یوازې څو اونۍ ته اړتیا ده.

ایران او لوېدیځ له کلونو راهیسې په اټومي خبرو کې ښکېل وو خو په دې وروستیو میاشتو کې د ایران دننه د خلکو مظاهرې او د معترضین ځپل، د اوکراین او روسیې د جګړې تشدید ډېر پام له دې خبرو واړاوه.

تر څنګ یې لوېدیځ قدرتونه پر ایران تور پورې کوي چې غیر معقولې غوښتنې کوي.

په دې اړه نور: د ايران بهرنيو چارو وزير: د اټومي لانجې د حل لپاره د ډيپلوماټيکو هڅو هرکلی کوو

ایراني چارواکو هم له لوېدیځ سره د اټومي خبرو د بشپړولو پر ځای په کور دننه د معترضینو ځپلو ته ټول پام اړولی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د محسن شکاري په نوم یو معترض اعدام شو او لسګونه نور بندیان چې د مظاهرو پر مهال نیول شوي و پر اعدام محکوم شوي.

په ایران کې وروسته تر هغه مظاهرې پیل شوې چې په سپټمبر میاشت کې یوه ځوانه نجلۍ د ګشت ارشاد په نوم د اخلاقي امنیت د پولیسو په بند کې مړه شوه.

تر دې دمه سلګونه نور کسان د مظاهرو پرمهال مړه شوي او زرګونه نور هم بندیان دي.