'د سکروټو په ورکولو ځان ته ارامښت او بې وزلو ته تودوخه وبخښئ' په نوم کمپاین پیل شوی

ارشیف: په کابل کې بې وزله ماشومان چې د ځان تودولو په موخه یې لاسونه په اور نیولي.

یو شمېر رضاکاره ځوانانو 'د سکروټو په ورکولو ځان ته ارامښت او بې وزلو ته تودوخه وبخښئ' په نوم یو تازه کمپاین پیل کړی.

د شپږو ماشومانو مور ناهید د خپل کور د ګرمولو لپاره د د ډبرو سکرو د اخیستلو لپاره د دغو رضاکاره ځوانانو دفتر ته ورغلې.

هغه وايي، خاوند يې له دوو کلونو راهيسې ورک دى او هېڅ مالي ملاتړی نه لري.

ناهيد شکایت کوي چې دې او نورو اړمنو کورنيو سره مرسته نه ده شوې.

هغې زیاته کړه: "زما ماشومان د ډوډۍ د نه لرلو له امله مري، هېڅ هم نه لرو. مېړه مې له دوو کلونو راهيسې ورک دى. دولت داران باید مرسته راسره وکړي ګنې اولادونه مې مري."

د ناهيد په خبره، سړې هوا يې ټول ماشومان ناروغه کړي، خو د خپلو ماشومانو د درملو لپاره پيسې نه لري.

راضیه چې هم د ډبرو سکرو اخیستلو ته تللې وايي، خاوند یې معیوب دی او دا هم هره ورځ د ډوډۍ او پيسو د پيدا کولو لپاره پر واټونو ګرځي.

هغه وايي: "زه له خپلو خلکو او ټولنې غواړم چې راسره مرسته وکړي. د مېړه مې لاس او پښه پرې شوي دي. وکیلان راسره مرسته نه کوي. زه ټوله ورځ نانوایانو کې ناسته یم، څلور یا پنځه ډوډۍ هم نه پیدا کوم او ډېر درد لرم. زه څلور زره کرایه ورکوم، پنځه ماشومان لرم چې ټول ماشومان مې اوس ناروغه دي."

دا په داسې حال کې ده چې ځینو ځوانانو 'د سکروټو په ورکولو ځان ته ارامښت او بې وزلو ته تودوخه وبخښئ' په نوم یو کمپاین پیل کړی دی.

د دغو رضاکاره ځوانانو له ډلې علي عمر وايي، دغه کمپاين يې په کابل او غور کې پيل کړى چې ٧٠ کورنیو سره به په کې مرسته وشي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ د هغه داوطلبه ځوانانو څخه یو چې د بډایه او بې وزلو خلکو ترمنځ د ارتباطي پل حیثیت لرو او زموږ هدف په ټولنه کې د دغه شان انساني کارونو عامول دي او انشاالله چې همداسې به وي."

دغو ځوانانو یاد شوی کمپاین شاوخوا پنځه ورځې وړاندې پیل کړی چې لاهم دوام لري.

دغه رضاکاره ځوانانو له دې وړاندې هم د واټونو پر سر ماشومانو لپاره د جامو راټولولو یو بل کمپاین پیل کړی و چې وتوانېدل شاوخوا ۷۰۰ ماشومانو ته د ژمي ګرمې جامې راټولې او ووېشي.

په دې اړه نور: په کابل کې بې وزله ماشومانو لپاره د جامو راټولولو کمپاین پیل شوی

دوی د واټونو پر سر ماشومانو لپاره دوه تعلیمي ټولګي هم پیل کړي دي.

رضاکاره ځوانان هڅه کوي څو د ډبرو سکاره راټول او په اړمنو کورنیو یې ووېشي.

د ژمي په رارسېدو سره د اړمنو کورنیو اندېښنې په داسې حال کې زیاتېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام راتلونکی ژمی د دغو کورنیو لپاره تر ټولو سخت ژمی بللی دی.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته بشري ناورین نور هم سخت او پېچلی شوی دی چې اصلاً د منلو وړ نه دی.

په دې اړه نور: د خوړو نړیوال پروګرام: روان ژمی به اړمنو افغانانو لپاره سخت وي

اعلامیې کې دا هم وایي، د دندو له لاسه ورکول، د نغدو پیسو کمښت او د بیو لوړوالي د بې وزلو یوه نوې طبقه رامنځته کړې او دا مهال ۱۸.۹ ملیونه افغانان کافي خواړه نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو او د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو له امله افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي او هره میاشت د دغو بېوزلو خلکو سره ۲۲۰ میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

خو څه موده وړاندې د طالبانو حکومت ویلي چې له خلکو سره د همکارۍ په هدف یې د کابل ښار په څلورو زونونو کې ۴۰۰ زره ټنه سکاره ځای پر ځای کړي او هر ټن د ډبرو سکاره باید د کابل ښاریانو ته په ۹ زره افغانیو وپلورل شي.