ولکر ټرک: افغان مېرمنې په سیستماتیک ډول څنډې ته شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د ګوښه شویو ښځینه مامورینو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول څنډې ته شوي دي.

ټرک دغه څرګندونې نن په جینوا کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، د ژوند له ټولو اړخونو څخه په دوامداره توګه د ښځو او نجونو ګوښه کول په دې نړۍ کې بې ساري دي.

ټرک دغه راز د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره نړیوال ۱۶ ورځني کمپاین ته چې سبا د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هممهاله پای ته رسېږي، په اشاره نن په یوه ټوېټ کې ویلي: "موږ باید د حقوقو ضد او د جنسیت ضد ویناوو پر وړاندې په ګډه ودرېږو."

نوموړی وایي، په ټولیزه توګه جنسیتي مساواتو ته باید پام وشي چې د ښځو حقونه بشري حقونه دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، پر نجونو او ښځو د زده کړې او کار کولو په برخه کې ډېر محدودیتونه لګول شوي دي.