یو شمېر افغانان: له اداري فساد سره مبارزه د شعار تر کچې محدوده ده

ارشیف

د ډسمبر نهمه د فساد پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده.

په افغانستان واکمن طالبان ادعا کوي چې دوی توانېدلي په دولتي ادارو کې د اداري فساد مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې رشوت ورکول شي او یا هم واخیستل شي.

دا لویه ادعا داسې مهال کېږي چې په ټول افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او تر خوا په دولتي ادارو د څار کوم خپلواک بنسټ نه‌شته.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، دوی هم په دولتي د روڼتیا لپاره په ټولو ادارو څار کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه وویل: "فساد له‌منځه تللی. موږ د اداري فساد د له‌منځه وړو لپاره کوټلي ګامونه اخیستي او جدي یوو. اجازه نه ورکوو چې فساد وشي."

دا ادعا داسې مهال کېږي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته او یوازې د پاسپورټونو د وېش له پیل سره سم، سلګونه کسانو ازادي راډیو ته په دې بهیر کې د فساد خبره کړې.

په دې اړه نور: کابل کې پاسپورټ غوښتونکی: کمېشنکارانو رانه د یو پاسپورټ بدل کې ۱۰۰۰ ډالره غوښتي

همدا ډول طالبان په خپله هم په ځلونو د یو شمېر کسانو د نیولو خبره وکړه چې د دوی له قوله، له خلکو یې د پاسپورټونو د جوړولو لپاره پیسې اخیستي وي.

هاخوا یو شمېر افغانان وايي، په افغانستان کې اداري فساد لا هم شته او له دې پدېدې سره مبارزه یوازې د شعار تر کچې محدوده ده.

یو کابل مېشتی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "اوسمهال ویلای شم چې فساد بیخي اوج ته رسېدلی دی. ورسره د مبارزې خبره یوازې شعار دی. اصلاً یې پر وړاندې مبارزه نه‌ده شوې. اوسنی حکومت که څه هم ټینګار کوي چې فساد سره مبارزه کوو، خو تر اوسه په دې کار نه‌دي توانېدلي."

یو بل تن چې نه غواړي نوم او ځای یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "نور خدمات نه‌شته، ټول فساد یوازې د پاسپورټ ریاست او تذکرو ادارو کې دی. دا اوس هم پاسپورټ په بازار کې په دوه زره ډالر جوړېږي، ځکه خلک ورته اړتیا لري."

افغانستان په تېرو شلو کلونو کې په اداري فساد د ککړو هېوادونو د نوم‌لړونو په لومړیو درجو کې و، خو سږ کال دا نوم‌لړ نه‌دی اعلان شوی.

تر خوا یې اوسمهال یو مهم بحث د حساب ورکولو او روڼتیا نه‌شتوالی دی.

د بېلګې په توګه د طالبانو د کانونو وزارت یو شمېر کانونه په قرارداد ورکړي، خو نه یې د دې قراردونو په اړه یې هیڅ ډول معلومات رسنیو او خلکو سره نه‌دي شریک کړي او یوازې هره اوونۍ له دې کانونو د لاس‌ته ورغلیو پیسو په اړه معلومات ورکوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، حساب هم شته او نږدې دوه میاشتې وړاندې د دوی ټولو ادارو ملت د خپلو کړنو په اړه حساب ورکړی دی.

په افغانستان کې د اداري فساد په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي نن د ډسمبر نهمه د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا د فساد پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده.

هغه ورځ چې له یادونې یې موخه، د فساد مخنیوی او تر خوا یې د مخنیوي د لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي لوړاوی دی.