ملګري ملتونه: مدني ټولنې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل غواړي

په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، مدني ټولنې غړي همدا غوښتنه لري چې په افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

د ملګرو ملتونو دغې څانګې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت چې سبا د ډسمبر لسمه یې وروستۍ ورځ ده له یوه ټوېټ سره پیغام خپور کړی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دوی د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د مدني ټولنې له همکارانو پوښتلي وو چې نړۍ ته دا په ډګه کړي چې دا مهال له افغان مېرمنو او نجونو سره څه روان دي.

د ویډیويي پیغام په حواله، «د افغانستان تر ۵۰ سلنه زیات وګړي ښځې دي، د دوی پرمخ د ښوونځیو تړل د افغان ټولنې د ویجاړۍ په معنی دي.»

په ویډیويي پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغان مېرمنو غږ له پامه ونه غورځوي.

د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ وه چې له هغې ورځې د دې تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځنی کمپاین روان دی او سبا د ډسمبر لسمه چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده پای ته رسېږي.