طالبانو په پروان کې ۲۷ کسان په درو وهلي

طالبانو نن د پروان په مرکز چاریکار کې ۲۷ کسان د اخلاقي فساد، غلا او له کوره د تېښتې په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

طالبانو نن د پروان په مرکز چاریکار کې ۲۷ کسان د اخلاقي فساد، غلا او له کوره د تېښتې په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په پروان کې د طالبانو د محکمې ځینې چارواکي هم دغلته موجود وو.

له دې یوه ورځ وړاندې په فراه ولایت کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د یو تن قصاص پراخ نړیوال غبرګونونه راپورته کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر یو ځل بیا دا 'اسلامي سزاګانې' بللي او په اړه یې انتقادونه 'د هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله' بللې او غندلي یې دي.

د طالبانو د حکومت له خوا د یو تن قصاصولو ته پر یو شمېر هېوادونو سربېره د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو تند غبرګونونه ښودلي.

له دې ډلې د بخښنې نړیوال سازمان د دغو ډول سزاګانو تطبیقول د انساني کرامت سره په ټکر کې بللي وو.