په نړیوالو لوبو کې د افغانستان د ګډون ځنډول غوښتل شوي

ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر څو چې طالبانو افغان ښځو او نجونو ته د سپورټ اجازه نه وي ورکړې د المپیک نړیواله کمېټه دې په نړیوالو سپورټي سیالیو کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ګډون وځنډوي.

د بشري حقونو دې ادارې تېره شپه همداراز وویل چې د المپیک نړیواله کمېټه باید په دې اړه پرېکړه د خپل اجراییه بورډ په راتلونکې غونډه کې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د المپیک نړیواله کمېټه نن سې شنبه د سویس په لوزان کې غونډه وکړي.