د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د افغانستان کرکټ بورډ: افغانې ښځې اوس هم کرکټ کولای شي


د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وايي، افغانانې ښځې اوس هم کرکټ کولای شي.

ښاغلي فضلې دا څرګندونې تېره شپه ناوخته له SBS پښتو راډیو سره په مرکه کې وکړې.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال احمدالله وثیق یوې وروستۍ مرکې ته د اشارې په ترڅ کې اعلان وکړ چې که د طالبانو په مشرۍ حکومت د ښځو سپورت ته اجازه ورنه کړي، نو له افغان ملي لوبډلې سره د کرکټ راتلونکې مهمه لوبه به لغوه کړي.

خو ښاغلي وثیق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې طالبان په سپورتي لوبو کې د ښځو د ګډون یا نه ګډون په اړه تراوسه رسمي تګلاره نه لري: "اسلامي امارت نه یوازې د سپورټ او ورزش مخالفت نه کوي بلکې هڅوي یې خو اسلامي امارت د ښځو د سپورت په اړه تر دې دمه خپل رسمي دریځ نه دی بیان کړی. کېدای شي چې دا تګلاره په راتلونکي کې اعلان شي. هغه څه چې موږ مخکې ویلي و، د هېواد کلتوري او امنیتي وضعیت ته په پام سره مو خپل نظر څرګند کړی و."

د افغانستان او اسټرالیا د ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېسټ لوبه د نوومبر د ۲۷ مې نېټې لپاره پلان شوې ده.

XS
SM
MD
LG